پتلون؛ د شرقیانو که د غربیانو اختراع

پام وړ

پتلون؛ د شرقیانو که د غربیانو اختراع

478

هارون ساپی

د پتلون له نوم اورېدو سره موږ ته یو دم لویدیځ ذهن ته راشي او فکر کوو چې پتلون د لویدیځوالو اختراع ده. نن ورځ په شرقي نړۍ، په ځانګړې توګه زموږ سیمه کې پتلون د لویدیځ تمدن نښه ګڼل کېږي.

د افغانستان په څېر ټولنو او کلیوالو سیمو کې پتلون اغوستل لا بشپړ رواج نه دی او زیاتره خلک يې اغوستونکو په ښه سترګه نه ګوري.

د کلیو زیاتره کسان چې ښاري سیمو کې دندې لري، په ښار کې پتلون اغوندي، خو کلي ته بیا په جامو (کالیو) کې ځي.

امریکایان يې پتلون او برتانویان يې ټراوزر بولي.

خو دا چې پتلون د چا اختراع ده، په دې اړه لیکوال یو څه پلټنه وکړه.

د پلټنې پایله کې مالومه شوه چې پتلون د ختیځوالو اختراع ده او لرغوني پتلونونه د چین په ختیځ ژینجیانګ کې شاوخوا درې-درې نیم زره کاله پخوا موجود و.

د ساینس نیوز په نوم یوې وېبپاڼې لیکلي، په ۲۰۱۴ ز کال کې یوې څېړنې هغه ادعا تایید کړه چې پتلون په لومړي ځل د منځنۍ اسیا خلکو د اس سپرېدنې له پاره جوړ کړ، څو اس سپرېدنه کې ورته اساني وي.

دغه خلک د باختر، سغدیانې، ارمانیې، سیتیانو (سیتي اریانانو) او د منځنۍ اسیا نور اوسېدونکي وو. ګومان کېږي چې پتلون به په لومړي ځل ختیځو جنګیالیو اغوستی وي. پتلوني جنګیالي د هغو په پرتله چې جامې به يې اغوستې، ډېر فعال ښکارېدل.

د منځنۍ اسیا دغو اوسېدونکو په چین برید کړی و چې د برید پر مهال يې پتلون کارولی و.

وېکیپېډيا کې د history of costumes د لیکوال بلنچي پاین په حواله هم راغلي چې پتلون د ختیځوالو اختراع ده.

ویل شوي چې پتلون په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې رواج شو او بېلابېلو قبیلو اغوسته.

یوه برتانوي وېبپاڼه لیکي چې په لومړي ځل په شپږمه زېږدي پېړۍ کې پتلون ثبت شوی دی چې لومړیو کې به پوځي خلکو اغوسته.

د اروپايي امپراتور شارلمان د ژوند لیکونکي لیکلي چې هغه به ډېر مهال پتلون اغوسته. شارلمان د اروپا د اتمې زېږدي پېړۍ لوی او پياوړی امپراتور و. له دې وروسته اروپا کې پتلون اغوستل رواج شول.



اعلان