د سعودي چارواکو له لوري د مسجد حرام امام سره ناوړه چلند او نیول يې

راپورونه

د سعودي چارواکو له لوري د مسجد حرام امام سره ناوړه چلند او نیول يې

1330

پر ټویټر د معتقلي الرأي فعالانو راپور ورکړی چې سعودي چارواکو د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د مکې امام شیخ بندر عبد العزیز د شپې له خوا په ناوړه طریقه نیولی و.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې نوموړی شیخ د ګواښونو او فشارونو وروسته بېرته تېره ورځ خوشې شو او په حرم کې د مازدیګر لمونځ د شیخ بندر په امامتۍ سره ترسره شو، خو د سرچینې له ښودلو یې ډډه کړې ده.
د معتقلي الرأي ټویټر پاڼه سعودي کې د نفوذ د څښتنانو د نیولو او ربړولو په اړه راپورونه ورکوي.
ځینو سرچینو تایید کړې چې شیخ بندر عبد العزیز د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د شپې مهال نیول شوی و، نوموړی شیخ د حرم امام او د طایف پوهنتون کې د پروفیسور دنده لري، خو دا ناوړه کړنه د شیخ بندر عبد العزیز د شخصیت سره مناسبه نه وه، د معتقلي الرأي پاڼې هم د خبر له خپرولو بښنه غوښتې.
سعودي چارواکو لسګونه دیني عالمان، مبلغین او شیخان نیولي او لا یې د نیولو لړۍ روانه ده، یو شمېر یې د عامه امنیت خرابولو او هېواد سره په خیانت تورن کړي دي، ځینو له محکمې غوښتي چې د نیول شوو دیني عالمانو له ډلې شیخ سلمان العوده او عوض القرني په څېر دعوت کوونکي ووژني.



اعلان