حېرانوونکی انکشاف؛ نباتات هم د ټپي کېدو احساس کوي

پام وړ

حېرانوونکی انکشاف؛ نباتات هم د ټپي کېدو احساس کوي

313

ساینسپوهانو په یوه څېړنه کې مالومه کړې چې نباتات هم لکه د حېواناتو په څېر د ګواښ د متوجه کېدو پر مهال (د خپل وجود) نورو برخو ته خبر ورکوي.   د امریکا متحده ایالاتو لویدیځ کې د وسکونسن ایالت په وسکونسن پوهنتون کې پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې بوټي هم د ټپي کېدو له امله غبرګون ښيي چې د دې له پاره بشپړ نظام شتون لري. دوی ویلي، حېوانات د غبرګون ښودلو له پاره د اعصابو بشپړ نظام لري، خو په بوټو کې دغه کار د اعصابو له نظام پرته کېږي.   د پوهانو له نظره، بوټي هم لکه د انسانانو او حېواناتو په څېر حس لري. دوی خاندي او په ستونزو ژړا کوي، خبرې کوي او مثبتې او منفي اغېزې احساسوي.   د یاد پوهنتون پوهانو د بېلګې په ډول ویلي، کله چې چینجی د بوټي د تنې په یوه برخه برید وکړي، نو له هغه ځایه یو ډول مالیکول وځي چې د بوټي د تنې نورې برخې له دغه ګواښ (برید) څخه خبروي چې بیا يې د تنې په نورو برخو کې دفاعي نظام متحرک کېږي.   پوهانو د دغه څه د مشاهدې له پاره له فلوریسنټ پروټين څخه ګټه اخیستې او مالومه شوې چې د برید پر مهال یو ډول زېګنالونه خپرېږي او د تنې نورو برخو ته رسېږي.


اعلان