ولسمشر غني: د پل چرخي زندان د بنديانو دوسيې دې له سره وڅېړل شي

افغانستان

ولسمشر غني: د پل چرخي زندان د بنديانو دوسيې دې له سره وڅېړل شي

304

ولسمشر غني کابل کې د پل چرخي زندان د ۵۰ بستريز روغتون، اداري ودانۍ او يو نوي بلاک د تهداب د تيږې ايښودو پر مهال امر وکړ چې د دې زندان د بنديانو دوسيې دې له سره وڅېړل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني له خولې خبر ورکړی، چې د دې ودانيو د جوړولو موخه زندانيانو ته د اسانتياو برابرول دي. هغه بنديانو سره ژمنه وکړه چې دوسيې به يې له سره وڅېړل شي، څو عدالت پلي شي.

ولسمشر د ښځينه بنديانو په اړه وويل، چې پر دوسيو يې په بشپړ ډول دوهمه کتنه کېږي او د هغوی ستونزو اوارولو ته به ډېره پاملرنه وشي.

ښاغلي غني څرګنده کړه، چې زندانيان کولی شي خپلو ولايتونو ته انتقال شي، خو په وينا يې دا چاره بايد په داسې توګه ترسره شي، چې د هيڅ بندي حق ضايع نه شي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د بنديانو دوسيې د يوه پلاوي له لوري دويم ځل څېړل کېږي او د هغو بنديانو دوسيې چې پر اعدام محکوم دي، د ولسمشر د دويم مرستيال تر څار لاندې د يوه پلاوي له لوري څېړل کېږي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د عفوې او تخفيف فرمانونه به په وخت ورکړل شي.

هېره دې نه وي چې په پلچرخي زندان کې څه موده وړاندې د زندانيانو او د زندان د ساتونکو او چارواکو تر منځ اخ و ډب پېښ شوی و، زندانيانو ورسره له ناوړه چلنه سر ټکاوه. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د دولتي پلاويو له لوري په ورکړل شويو معلوماتو کې څرګنده شوې وه، چې په ياد زندان کې سلګونه داسې بنديان شته، چې د بند مودې يې پوره شوي، خو بيا هم له زندانه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.



اعلان