امریکا کې د لمونځ ادا کولو له امله ۱۳۸ کارکوونکي ۱۵ میلیونه ډالر جرم شول

پام وړ

امریکا کې د لمونځ ادا کولو له امله ۱۳۸ کارکوونکي ۱۵ میلیونه ډالر جرم شول

1304

امریکا کې د غوښې یو شرکت د سوماليې ۱۳۸ کارکوونکي د کار په وخت د لمونځ ادا کولو له امله له دندې ګوښه کړي دي او له کارکوونکو یې د ۱۵ میلیونه ډالرو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
د العربیه نیوز د راپور له مخې د امریکا په کولوراډو ایالت کې د کارګیل میټ سولوشنز شرکت څخه څه موده وړاندې یو شمېر مسلمان کارکوونکو د لمونځ کولو له پاره د رخصت اخیستو غوښتنه کړې وه چې د شرکت له خوا رد شوې وه، خو د کار په وخت کې یې ۱۳۸ لمونځ کوونکي له دندې ګوښه کړل.
امریکا کې د کارګرو د حقونو ډلې په یو بیان ویلي، چې د یاد شرکت د مشر دفتر چې د ویټیچیسا د کنساس په سیمه کې دی، کارکوونکي یې یوازې له دندې نه دي ګوښه کړي بلکه د ۱۵ میلیونه ډالرو د اخیستو غوښتنه یې هم ترې کړې، ځکه چې د کار په وخت کې هغوي د لمونځ له پاره رخصت کړی وو.



اعلان