سعودي او متحده عربي اماراتو د میلیونونو ډالرو وسلې داعش ته ورکړي دي

سيمه او نړۍ

سعودي او متحده عربي اماراتو د میلیونونو ډالرو وسلې داعش ته ورکړي دي

889

سعودي او متحده عربي اماراتو د سویس هېواد جوړې شوې وسلې د داعش ډلې ته سپارلي دي.
د سویس ورځپاڼې سونټګز بلیک راپور ورکړی چې سعودي او متحده عربي اماراتو د داعش ترهګرې ډلې ته د سویس هېواد جوړې شوې وسلې ورکړي دي، دا ډله چې اوس د تحریر الشام او پخوا د النصره په نوم ډله وه او د ادلیب په ځینو سیمو کې یې د نورو وسلو په ګډون د سویس شرکت ریوګ جوړ شوي لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.
د پلټنې له مخې دې شرکت پر متحده عربي اماراتو ۲۵۲ بمونه پلورلي وو، خو ترهګرو ته د اردن له لارې لېږدول شوي، ورځپاڼې ویلي، دا بمونه داعش ته په لیبیا کې رسېدلي دي، خو د سویس حکومت له پوهې سربېره بیا هم متحده عربي اماراتو ته وسلې صادروي.
د العالم خبری چینل د راپور له مخې ډېری هېوادونه د ترهګرو سره په مرسته تورن دي چې د سویس وسلې ترهګرو ته ورکول یې یوه روښانه نمونه ده.
ورځپاڼه زیاتوي، چې بمونه د سویس حکومت پر متحده عربی اماراتو پلورلي وو چې اوس د اردن له لارې ترهګرو ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې د راپور له مخې د بلقان څېړنیز او د منظمو جرمونو د مخنیوي مرکز ویلي، متحده عربي امارات او سعودي دواړه په سوریه کې د تاوتریخوالي، ناامنۍ او وژنو اصلي عاملین دي، خو د سویس د وسلو کاپي هم شونې ده چې ترهګرو ته دې رسېدلې وي.
یو کال د مخه په یو راپور کې ویل شوي و چې له زاستاوا شرکت څخه د بییم شرکت وسلې اخیستې او بیا یې پر سعودي پلورلې وې، وروسته په سوریه کې د داعش ډلې په روزنتونو کې موندل شوې وې.
راپور په ډاګه کړې چې سوریه کې ترهګرو ته شاوخوا د ۳۰۰ میلیارده ډالرو وسلې رسېدلي چې ټول لګښت یې سعودي او متحده عربي اماراتو له خوا ورکړل شوی دی.



اعلان