هر وخت د تندې احساس کول د ناروغیو نښې بلل کیږي

روغتیا

هر وخت د تندې احساس کول د ناروغیو نښې بلل کیږي

294

د ګرمۍ په موسم کې تنده یوه عامه ستونزه ده، ځکه له بدن څخه د خولې وتلو له امله بدن ډېرو اوبو ته اړ کوي، خو که چېرته د یخنۍ په موسم کې له کار کولو پرته یو انسان هر وخت د تندې احساس کوي نو دا د ناروغۍ نښه بلل کیږي.
په ورځني ډول یو انسان له ۶ څخه تر ۸ ګیلاسونو اوبو څښلو ته اړتیا لري، خو که له دې وروسته بیا هم د سختې تندې احساس کوي باید ډاکټر ته مراجعه وکړی. د دې تندې څو لاملونه په لاندې ډول دي.
بدن کې د اوبو کمی: بدن ته د اوبو سربېره خوراک هم اړین دی خو ډېری خلک له اندازې ډېرو اوبو ته اړتیا لري، انسانان په بدني جوړښت سره مختلف دي چې د اوبو څښلو کچه یې هم له یو بل سره توپیر لري، د غټ بدن لرونکی د تندې ډېر احساس کوي او په ګرم موسم کې ډېرو اوبو ته اړتیا لري.
د ډېرې مالګې کارول: د ډېرې مالګې خوړل تنده ډېروي، بدن په مناسبه کچه اوبو او مالګې ته اړتیا لري، که د مالګې کچه په بدن کې زیاته شي ډېرو اوبو ته اړتیا لیدل کیږي ځکه د مالګې له امله وینه کې د اوبو کچه کمیږي چې انسان هر وخت د تندې احساس کوي، په ځانګړي ډول که چېرته له خوړو وروسته د تندې او یا په خیټه کې د ګیس احساس وکړي، دا په معده کې د اوبو برخه ځای سره راټولوي او نورې ستونزې راولاړوي.
درمل خوړل: ځينې درمل خوله وچوي او انسان د تندې احساس کوي، که چېرته درمل ډېر کارول کیږي او ورسره د تندې احساس هم ډېر وي باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
د شکر ناروغي: د شکر ناروغي بدن کې خواږه ټوټه کوي او خوږو د جمع کولو وړتیا له منځه وړي، چې له امله یې په وینه کې د خوږو کچه لوړه او تش جواب چای ډېر شي، د دې سره په بدن کې د اوبو د کمي لامل کیږي او تنده ډېره پیدا کوي، پرلپسې تنده او تش جواب چای کول د دې ناروغۍ ښکاره نښې دي، که د ډېرو اوبو څښلو سربېره هم د تندې احساس شتون ولري باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
آټو امیون ناروغي: د دې ناروغۍ له امله خوله او سترګې وچیږي او تنده زیاتیږي، که چېرته خوله د درملو له کارولو او یا د بل کوم لامل پرته وچه وي او تش جواب چای هم کم وي نو دا د آټو امیون د ناروغۍ نښه ده.
د هارمونونو په کچه کې ګډوډي: که د هارمونونو کچه ګډه وډه شي بدن کې د مالګې او اوبو په کچه باندې اغېز کوي چې له امله د سختې تندې احساس پیدا کیږي، دا ډول خلکو ته د ډېرو اوبو څښلو پرته تش جواب چای ډېر ورځي.



اعلان