کابلوف: امريکا افغانستان کې د جګړې پای ته رسول نه غواړي

افغانستان

کابلوف: امريکا افغانستان کې د جګړې پای ته رسول نه غواړي

406

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف څرګنده کړې ده، چې امريکا افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو اړوند هيڅ ميلان نه لري.

د يک تلويزیون له راپور سره سم کابلوف زياته کړې ده، چې امريکا افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې ده او دې هېواد کې د سولې لپاره د امریکا اقدامات د نشت برابر دي.

کابلوف وويل: «افغانستان کې چې تر اوسه د سولې لپاره د امريکا تر سيوري لاندې کومې هڅې شوي، په نشت حساب دي او بسنه نه کوي. موږ داسې ډېر کوچني ګامونه هم نه دي ليدلي، چې د امريکا له لوري د افغانستان د ستونزې د سياسي حل په پار شوي وي. داسې ښکاري چې واشنګټن د روسيې او افغان دولت په مشرۍ کېدونکې غونډه کې د ګډون اراده هم نه لري. امریکايان يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي، چې مشري يې د دوی په لاس کې وي او ګټې يې په کې خوندي وي».

کابلوف ټينګار کوي، چې امريکا د افغانستان د سولې پروسه يوازې په خپل لاس کې نيولې او په کې د سيمې د نورو هېوادونو د ګډون مخه نيسي.

د يادونې وړ ده چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې مسکو کې به د افغانستان د سولې په اړه يوه غونډه رامنځته کړي، چې د طالبانو استازي به هم په کې ګډون وکړي. خو غونډه کې د امریکا او افغان حکومت د ګډون نه کولو له امله دغه غونډه وځنډېده او معلومه نه ده چې کله به ترسره شي.



اعلان