صحرا د زمري عمر مختار د شهادت د ۸۷ تلین په مناسبت

د پرون کيسه

صحرا د زمري عمر مختار د شهادت د ۸۷ تلین په مناسبت

1668

د اسلامي نړۍ وتلی مجاهد عمر مختار چې په لیبیا کې د ایټالوي استعمار پر وړاندې د ۵۳ کلونو په عمر کې په مبارزه پېل او شل کاله یې د استعمار پر وړاندې په ډېرو جنګونو کې ونډه اخیستې وه، په ۱۹۳۱ کال د سپتمبر میاشتې په ۱۶ نېټه د ایټالوي استعمارچیانو له خوا اعدام شو.
عمر مختار د برقه په بطنان سیمه کې په ۱۸۵۸ کال د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه زیږیدلی و، پلار یې په اسلامي تربیه چې د وخت د سنوسي خوځښت نصاب و د قرآن او سنتو په رڼا کې پالنه وکړه، پلار یې ډېر وخت ورسره پاتې نه شو او وفات شو، نوموړي خپلې زده کړې د جغبوبي په معهد کې پېل کړې، ځکه چې دا معهد د خپل وخت د علم او پوهې لوی مرکز بلل کېده، ښوونکو یې له کوچنیوالي ستاینه کوله او د قرآن د زده کړې په لور یې هڅاوه، نوموړي د جغبوبي په معهد کې اته کاله تېر کړل او د قرآن زده کړې سربېره یې د فقهې، حدیث تفسیر او نور علوم هم زده کړل، د نوموړي د مشهورو استاذانو له جملې شیخ الزروالي المغربي، سید جواني او علامه فالح بن محمد دي.
د زده کړو په دوران کې د سنوسي خوځښت سره یې اړیکې پېدا کړې او د لیبیا جنوب ختیځ کې د کفره سیمې ته په ۱۸۹۵ کال کې ولاړ چې یوه شګلنه دښته وه، هلته د سیمې مشر او د کوچنیانو استاذ وګومارل شو.
په ۱۹۱۱ کال کې ایټالویانو د عثماني خلافت پر وړاندې د جنګ پرېکړه وکړه او خپل پوځونه یې د لیبیا خاورې ته داخل کړل، عمر مختار د سیمې خلکو په ملتیا په ایټالوي ځواکونو سخت چریکي بریدونه پېل کړل، تر دې چې استعماري ځواکونه یې وارخطا کړل، ځکه هغوي په یو جنګ کې هم پر عمر مختار نه وو بریالي شوي، د خپلې علمي او پوځي تجربې له امله د صحرا په زمري ونومول شو.
ایټالویان د جنګ به دوران کې په دې وتوانیدل چې نوموړی ژوندی ونیسي، له نیولو وروسته یې بنغازي ته ورسولو، د ایټالویانو د محکمې له مخې په اعدام محکوم او په ۱۹۳۱ کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه چې د چارشنبې ورځې سره یې سمون درلود اعدام کړ.
د عمر مختار له اعدام وروسته د لیبیا خلکو یو وار بیا خپل مجاهدین منظم کړل او پر ایټالویانو یې بریدونه پېل کړل، استعماري ځواکونو فکر کاوه چې د عمر مختار په شهادت به جهادي حرکت له منځه ولاړ شي، خو د نوموړي په شهادت سره نور هم تېز شو، ځکه د مشرانو په شهادت سره اسلامي فکر له منځه نه ځي بلکې نور هم پیاوړی کیږي، د لیبیا مجاهدینو ایټالویان دې اړ کړل چې له لیبیا خپل پوځیان وباسي.
عمر مختار به چې کله له جګړې کور ته راستون شو میرمن به یې د خیمې پرده لوړه نیولې وه، یوه ورځ یې ورڅخه وپوښتل چې دا کړنه ولې ترسره کوئ؟
میرمن یې په ځواب کې ورته وویل: زه نه غواړم چې ستا سر هېڅ شي ته ټیټ نه شي هغه که د خیمې پرده وي یا بل څه.



اعلان