سرطان به روان کال تر لسو مليونو خلک ووژني

روغتیا

سرطان به روان کال تر لسو مليونو خلک ووژني

255

د سرطان د څېړنو نړيوال مرکز خبر ورکړی دی، چې نړۍ کې په هرو ۸ سړو کې يو سړی او په هرو ۱۱ مېرمنو کې يوه مېرمن د سرطان له امله مري، او په هرو ۵ سړو کې يو سړی او په هرو شپږو ښځو کې يوه ښځه پر سرطان اخته کېږي.

نوې شمېرنې ښيي، چې د سرطان د ښکار کېدونکو کسانو شمېره لوړه شوې ده، داسې چې سږکال به ۱۸.۱ مليون نوي کسان پر دې ناروغۍ اخته شي او ۹.۶ به له همدې امله مړه شي. څلور کاله وړاندې د همدې مرکز شمېرنو ښودلې وه، چې ۱۴.۱ مليون کسان پر سرطان اخته دي او ۸.۲ مليونه تنه یې وژلي دي.

د ګارډين له راپور سره سم سرچينې زياته کړې ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هغو کسانو شمېر ۴۳.۸ مليونو وګړو ته رسېدلی، چې پر سرطان د اخته کېدو تشخيص يې شوی او لا هم ژوندي دي.

دغه مرکز څرګنده کړې ده، چې پر سرطاني ناروغيو د اخته کېدو زياتې پېښې په هغو هېوادونو کې دي، چې اقتصاد يې په چټک ډول مخ پر وده روان دی، په ځانګړي ډول صنعتي هېوادونه.

سرچينه په ډاګه کوي چې د ۲۰۱۸ په اوږدو کې به پر سرطان د اخته کېدو او له دې امله د مرګ ۵۰ سلنه پېښې په اسيا کې وي. اروپا کې دا اندازه ۲۳.۴ سلنه ناروغان او ۲۰.۳ سلنه مړينې ښودل شوي. په امريکا کې ۲۱ سلنه ناروغان او ۱۴.۴ سلنه مړينې او په افريقا کې يوازې ۷.۳ سلنه ښودل شوي دي.

د سرطاني څېړنو د دې ايجنسۍ مدير ډاکټر کريسټوفر والډ وايي: «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې وژونکې ناروغۍ د کابو کولو او په چټک ډول د بشپړې درملنې لپاره بايد له وخته مخکې د سرطان د تشخيص او ترې د ځان ساتنې لپاره فعالې لارې چارې په کار واچول شي».

د سرچينې له راپور سره سم د سرطان د ناروغانو ستر شمېر په خوړو او د ژوند په چارو کې د صحي لارې اختيارولو او په ټولنه او د ژوند تګلاره کې له هغو لاملونو په ځان ساتلو سره رغېږي، چې له امله يې سرطان پيدا کېږي.



اعلان