"له امریکا سره د طالبانو راتلونکې غونډه به یا نورو خبرو ته لاره هواره کړي او یا به يې د تل له پاره وتړي"

افغانستان

1305

د حقاني شبکې د مړ شوي مشر جلال الدین حقاني زوی د هغو سلګونو بندیانو په لېست کې شامل دی چې طالبان به يې له امریکایانو د خلاصون غوښتنه وکړي.

انس حقاني په ۲۰۱۴ ز کال کې په داسې حال کې امریکایانو ونیوه چې له بحرین څخه قطر ته پر لاره و.

یوه لویدیځ چارواکي ویلي، په سیاسي ډول د انس حقاني خوشې کول به د (افغان) حکومت له پاره ډېره سخته وي.

 تمه کېږي چې روان سپټمبر میاشت کې به امریکایان او طالبان د دویم ځل له پاره سره وګوري. وړاندې طالب سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې موږ له امریکایانو سره د خبرو له پاره په چمتووالي بوخت یو.

امریکايي این بي سي رسنۍ هلمند کې د یوه طالب قومندان له خولې لیکلي چې امریکايي چارواکو سره دغه غونډه به یا راتلونکو ګټورو خبرو ته لارې هوارولو کې مرسته کړي او یا به يې د تل له پاره ودروي.

دغه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، که امریکایان راتلونکي کې په خبرو کې ريښتيني وي، نو دوی به د بندیانو د تبادلې له پاره زموږ طرحه ومني.

 له افغانستان، قطر او دوبۍ څخه څلورو طالب چارواکو ویلي چې ژر به بل پړاو (دویم پړاو) خبرې وشي.

ګومان کېږي چې حقاني شبکې د کیون کېنګ په نوم د افغانستان د امریکايي پوهنتون یو پروفیسور له ځان سره برمته کړی دی. د حقاني شبکې په اړه ویل کېږي چې افغانستان کې يې په امریکايي او ناټو پوځیانو سخت بریدونه کړي دي.

جلال الدین حقاني دغه شبکه په خپل نوم په ۱۹۷۰ یمو کلونو کې جوړه کړه. حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره یو ځای شو. موده وړاندې طالبانو د حقاني مړینه د یوې ورپېښې ناروغۍ له امله اعلان کړه.

د حقاني یو بل زوی سراج الدین حقاني د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې د چارو مشر دی.

 



اعلان