د کابل-دوبۍ تر منځ اوونۍ کې د الوتنو وخت او د ټکټونو بيې

پام وړ

د کابل-دوبۍ تر منځ اوونۍ کې د الوتنو وخت او د ټکټونو بيې

2927

د نړۍ د نورو هېوادونو د پلازمېنو سربېره له لویو ښارونو څخه هم نړیوالې الوتنې (پروازونه) کېږي، خو افغانستان کې بیا د بېلابېلو ستونزو له امله یوازې له پلازمېنې (کابل) څخه الوتنې کېږي. کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر یوازینی ادرس دی چې تاسو ترې په الوتکو کې نورې نړۍ ته تللای شئ. بګرام چې لویه امریکايي پوځي اډه په کې ده، یوازې نظامي الوتنې ترې کېږي. دلته تاسو ته یوازې د کابل-دوبۍ تر منځ د د ځینو هوايي شرکتونو د الوتنو د ورځو او د ټېکټونو د بیو په اړه لنډ مالومات وړاندې کوو. دوبۍ ته د الوتکو نړیوال تمځای ویلای شو. له ډېرو اسیايي هېوادونو څخه چې اروپا او امریکا ته الوتکې ځي او یا راځي، نو یو تمځای يې دوبۍ وي. دغه راز د قطر پلازمېنه (دوحه) یو بل تمځای دی. اریانا افغان هوايي شرکت یوازینی دولتي هوايي شرکت دی. دغه شرکت دوبۍ ته په اوونۍ کې درې الوتنې لري. په اقتصادي څوکیو د یوه کس د ټېکټ بیه، له ماشومانو سره، شپږ ویشت زره افغانۍ ده او په سوداګریزو څوکیو بیا دري دېرش زره افغانۍ ده. دویم مشهور هوايي شرکت د اماراتو دی. دغه شرکت هره ورځ د کابل-دوبۍ تر منځ یوه الوتنه کوي. امارات بوینګ ۷۷۷ الوتکې کاروي. دوبۍ ته د دغو الوتکو د یوه کس دوه طرفه ټېکټ شپږ دېرش زره افغانۍ دی.

صافي یو بل خصوصي شرکت دی چې دوبۍ ته اووه ورځې الوتنې کوي. صافي د ټکټ ځانګړی وړاندیز هم لري چې له سل ډالرو پېلېږي.

له دې ور اخوا فلای دوبۍ او ترکش ایر لاین نړیوال هوايي شرکتونه هم د کابل-دوبۍ تر منځ تګ راتګ کوي.



اعلان