ايراني چارواکو سره د جان کيري پر ليدنه د پومپيو غبرګون

راپورونه

ايراني چارواکو سره د جان کيري پر ليدنه د پومپيو غبرګون

319

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر جان کیري د ایراني چارواکو سره د لیدنې له امله سختې نیوکې کړي دي، نوموړي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د جان کیري دا عمل ناسم بللی او زیاته کړې یې ده چې کیري دا کړنه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ مخالف دی.
د الجزیرې د راپور له مخې پومپیو ویلي، موږ بهرنیو چارو د پخواني وزیر په اړه خبرې کوو چې نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړ کوونکي سره خبرې کوي، موږ ایرانیانو ته وایو چې د دې ادارې تر پای باید انتظار وکړئ.
جان کیري له واک څخه د ګوښه کیدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف سره درې یا څلور ځل لیدنې کړي او منلې یې ده، خو دې لیدو ټرمپ په غوسه کړی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، جان کیري د ایران رژیم سره غېر قانوني غونډې ترسره کړي چې زموږ کړنې کمزورې کوي، دا غونډې د امریکا د دیپلوماسۍ له پوهې پرته ترسره شوي دي.
د جان کیري ویاند ویلي، د بهرنیو سیالانو او پخوانیو دیپلوماتانو سره لیدنې او غونډې غېر معمولي دي، خو هغه څه مناسب نه دي چې په اړه یې بهرني مطبوعاتي کنفرانس کارول کیږي.
پخواني وزیر د تېرې چارشنبې په ورځ د رادیو په یوه خپرونه کې ویلي، زما هڅه وه چې د ایران له خوا د منځني ختیځ سره د اړیکو ښه کولو په اړه پوه شم.



اعلان