په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ پیاوړي پاسپورتونه

راپورونه

په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ پیاوړي پاسپورتونه

1596

پاسپورتونو د پیاوړتیا په اړه وروستی راپور په سینګاپور د پاسپورت انډیکس له خوا خپور شوی چې کوم هېوادونه ځواکمن پاسپورته لري او څومره هېوادونه ته پرې له ویزې پرته سفر کولې شي.
د پاسپورت انډیکس د راپور له مخې تر ټولو پیاوړی پاسپورت د سینګاپور دی چې لرونکی یې ۱۶۶ هېوادونو ته پرې سفر کولی شي، د دې هېوادونو په لړ کې ۱۲۷ هېوادونو ته له ویزې پرته او ۳۹ هېوادونو ته به په رسېدو سره ویزه ترلاسه کوي تر څو هېواد ته داخل شي، د پاسپورت انډیکس له خوا په خپور شوي لیست کې د سینګاپور پاسپورت لرونکی باید یوازې د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته له تللو وړاندې ویزه ترلاسه کړي.
د لیست په دویم نمبر کې المان، ډنمارک، سویډن، لوکزامبورک، ناروی، هالینډ، جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو پاسپورتونه ځای لري، د دې هېوادونو پاسپورت لرونکی کولی شي چې ۱۶۵ هېوادونو ته پرته له ویزې ننوځي او یا په رسېدو سره ویزه ترلاسه کوي.
په دریم نمبر کې ایټالیه، فرانسه، هسپانیه، یونان، پرتګال، جاپان، ایرلینډ او د کاناډا هېوادونه دي، چې پاسپورت لرونکی یې کولی شي ۱۵۴ هېوادونو ته پرته له ویزې او یا په رسیدو سره ویزه ترلاسه او بیا هېواد ته داخل شي.
د لیست پای کې د افغانستان پاسپورت دی چې تر ټولو کمزوری پاسپورت بلل شوی، لرونکی یې یوازې ۳۰ هېوادونو ته پرې سفر کولې شي چې ۲۵ هېوادونو ته په رسېدو سره باید ویزه ترلاسه کړي او ۱۶۸ هېوادونو ته له ننوتلو وړاندې باید ویزه ولري، له افغانستان څخه وړاندې د عراق پاسپورت دی چې لرونکی یې ۳۳ هېوادونو ته له ویزې پرته او یا په رسېدو سره ویزه ترلاسه کولې شي.



اعلان