"روان کال افغانستان کې له سوريې ډېر خونړی کېدای شي"

راپورونه

280

د چارو یو شمېر امریکايي کارپوهانو د افغانستان په روانو امنیتي حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې ښايي روان زېږدي کال له سوریې زیات خونړی او بد تر ثابت شي.

دوی وروستیو ځانمرګو بریدونو، د طالبانو له لوري په امنیتي پوستو بریدونو او پر غزني د طالبانو برید ته په کتو دغه وړاندوینه کړې.

د امریکا د سولې انسټېټيوټ په خپاره شوي رپوټ کې په تېرو اوولس کلونو کې روان زېږدي کال د تشدد له پېښو ډک ګڼل شوی.

بل خوا، د بحران نړیوالې ډلې ویلي، داسې ښکاري چې روان کال کې به په جګړه کې د ملکي او جګړه کوونکو خلکو شمېر له شلو زرو څخه زیات شي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ادارې یوناما ویلي، د روان ۲۰۱۸ ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې ۱۶۹۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي. د افغان امنیتي ځواکونو او نورو ډلو د وژل شویو کسانو شمېره نه ده ورکړل شوې.

موده وړاندې یوازې د غزني په پنځه ورځنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې زر تنه ښودل شوی و چې دا د دغې جګړې د خونړیتوب بېلګه کېدای شي.

تېره اوونۍ رپوټونو کې د چارواکو په حواله وویل شول چې دوه ورځو کې ۱۴۸ امنیتي کسان وژل شوي. دغه راز پرون رسنیو یوازې په څلورو ولایتونو کې د ۳۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.



اعلان