ملا محمد جان او عایشه

د پرون کيسه

ملا محمد جان او عایشه

465

د افغانستان شمال ته د مزار شریف د زیارت لپاره تلونکي یوه سندره زمزمه کوي.
بیا که بریم به مزار ملا مامد جان
سیر ګل لاله زار وا وا دلبر جان
د لوی خراسان تمدن په ۱۵ او ۱۶ میلادي پېړیو کې تیموري ټبر له خوا پیاوړې شو. د سلطان حسین مرزا بایقرا،(۱۴۳۸- ۱۵۰۶م) د ده مشر وزیر امیرعلی شیر نوایی او ملکه ګوهر شاد د سیمې عالمانو سرپرستي کوله. دوی د مشهد، هرات او بلخ کې ښایسته جوماتونه او مدرسې جوړې کړې. د سلطان دربار کې به علماء د مباحثو لپاره راټولیدل او عام خلک به ورته تلې شول.
هغه وخت د هرات د “ګازرګاه” یو استاد محمد جان په “ګوهرشاد مدرسه” کې هلکانو ته درس ورکوو. دی یو صوفي و او یوې جلسې ته يې خپل شاګردان هم بوتلل. وروسته سلطان د ځینو حاضرینو منځ ته ورغلو او په محمد جان يې سترګې ولګیدې. له هغه يې د نوم پوښتنه وکړه او د ږیرې په مناسبت يې ورته “ملا” لقب ورکړو.
یوه ورځ ملا محمد جان، له مدرسې کور ته روان و چې په لاره د یوې پیغلې سره مخ شو چې عایشه نومېده. په لومړی نظر کې دوی دواړو مینه پیدا شوه. محمد جان به هره ورځ په لاره هم هغه ځای ودریدو چې ممکن عایشه بیا وویني. یوه ورځ د هغه مراد پوره شو او عایشه يې بیا ولیده.
ورپسې به دواړو د خواجه غلطان په زیارت کې د یو بل سره لیدل. عایشه د سلطان بایقرا د یو پوځي مشر، جمال الدین اسحاق لور وه. اخر ملا محمد جان خپل پلار د عايشې غوښتلو لپاره اسحاق کره ورواستاو. خو دی یو غریب استاد و نو هغه دا مرکه رد کړه.
پلار په عایشې بندیز ولګوو چې له کوره به نه ووځي او بل ځای د هغې د واده فیصله وشوه. ملا محمد جان له نړۍ زړه تور او مدرسې ته به نه تلو. دی به د خواجه غلطان په زیارت ګرځیدو راګرځیدو او خلکو ورباندې د لیوني ګومان کوو. عایشه هم د بیلتون له غمه ټوله ورځ ژړل او ساندې به يې ویلې.
د هغې حالت ډېر خراب شو نو مور يې یوه ورځ د هغې د ملګرو سره ورته د میلې تابیا وکړه. د سیند پرغاړه جینکو تمبل غږوو او سندرې يې ویلې چې عایشه خوشاله شي. خو هغه غمژنه ناسته وه. اخر جینکۍ د عایشې چاپیره کیناستلې او هغې نه يې د سندرې فرمایش وکړو. عایشې د تمبل سره ډېر په سوز دا شعر زمزمه کړو.
بیا که بریم به مزار، ملا محمد جان
سیل ګل لاله زار وا وا دلبر جان
برو به یار بګو یار تو آمد
ګل نرګس خریدار تو آمد
وایی چې هغه وخت امیر علی شیر نوایی په اس له دغه ځایه تیرېدو. هغه پوهه شو چې دا د چا د زړه درد و چې شعر ته يې کډه کړې وه. دی د جینکو ډلې ته ورنزدې شو او له عایشې يې پوښتنه وکړه چې ملا محمد جان څوک و؟ هغې ورته خپله کیسه تېره کړه نو امیر ورسره لوظ وکړو چې دی به څه حل راوباسی.
امیر د ملا محمد جان درک معلوم کړو او له هغه يې هم ټول حال واوریدو. بیا سلطان د امیر، محمد جان او د هغه پلار سره یو ځای د جمال الدین کور ته ورغلو. له هغه يې بیا د ملا محمد جان لپاره عایشه وغوښتله. د عایشې پلار سره بله لاره نه وه او د دواړو مینانو په واده راضي شو.
د سلطان بایقرا په وخت د بلخ په خواجه خیران کې د حضرت علی د مرقد د کشف نه وروسته هلته د نوروز په وخت د جنډې پورته کولو دود پېل شو. د سلطان د قافلې سره به په سوونو خلک روان و. ملا محمد جان او عایشه له واده وروسته په دغې قافلې کې شامل شول. وایی چې خلکو په لاره د عایشې سندره زمزمه کوله او بیا ځینو شاعرانو پکې نور بندونه ورزیات کړل. دا هم ویل کېږي چې ملا محمد جان او عایشه هم هلته په مزار شریف کې ژوند پېل کړو.
په ۲۰۱۳ م د بلخ په جنوب کې یو قبر وموندل شو چې ګومان کیدو، ملا محمد جان پکې خښ و. ولایتي چارواکو دغه مقبره د امریکه د یو لک ډالرو په مرسته بیرته جوړه کړه او د ملا محمد جان د مړینې نېټه پرې ۱۰۱۱ هجري لیکلې ده.
صفیه حلیم



اعلان