د پښتونخوا چارواکو د منظور پښتون او علي وزیر د نیولو امر کړی

سيمه او نړۍ

د پښتونخوا چارواکو د منظور پښتون او علي وزیر د نیولو امر کړی

3071

خېبر پښتونخوا کې چارواکو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د وتلو غړو د نیولو امر کړی دی. دغو غړو کې د غورځنګ مشر منظور پښتون، د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر، سید عالم محسود، خان زمان، فضل خان او درې نور غړي شامل دي.

د صوابۍ ولسوالۍ پولیسو د شمالي او سویلي وزیرستان سیاسي استازي (پولټیکل ایجنټ) ته لیک لیکلی او د دوی د نیولو غوښتنه يې ترې کړې ده. د صوابۍ پولیسو پاکستانۍ ټرېبیون رسنۍ دغه خبر تایید کړی دی.

لیک کې د پي ټي ایم (پښتون ژغورنې غورځنګ) دغه مشران (قانون) سرغړوونکي یاد شوي دي.

پي ټي ایم د پاکستان له حکومت څخه د نقیب الله محسود د وژونکي راو انور محاکمه او د ورکو کړل شویو کسانو پيداکول او محکمې ته وړاندې کول غواړي. دغه راز په قبایلي سیمو کې د خښ کړل شویو ماینونو ایستل د دوی له مهمو غوښتنو څخه دي.

پي ټي ایم د خپلو غوښتنو پوره کولو له پاره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړي او د نورو مظاهرو ګواښ يې هم کړی دی.

اوس هم د دوی ځینې غړي په بند کې دي.

 



اعلان