سمنګان: له طالبانو سره په نښته کې شپږ پولیس وژل شوي دي

افغانستان

سمنګان: له طالبانو سره په نښته کې شپږ پولیس وژل شوي دي

351

تېره شپه د سمنګان ولایت کې د امنیې قومندانۍ اړوند په امنیتي پوستو د برید په ترڅ کې شپږ پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې په نښته کې څلور طالبان هم وژل شوي، نښته د سمنګانو د دار یوسف په سیمه کې را منځته شوې ده.
افغان امنیتي ځواکونه د ډېرو بریدونو سره مخ دي، همدارنګه طالبان هم د دوی له خوا وخت ناوخت د بریدونو سره مخ کیږي، خو ډېری وخت د دا ډول بریدونو له امله ملکي وګړي وژل کیږي.
د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند د ډکې په سیمه کې د شینوارو د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو د سیمه ییزو قومندانانو هر یو جلال پاچا او بلال پاچا پر ضد په سولییز لاریون لاس پورې کړی وو چې د یو ځانمرګي برید ښکار شو، چې شاوخوا ۶۸ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
له برید یوه ورځ وروسته د ننګرهار چارواکو اعلان وکړ چې سیمه ییزو پولیسو یو قومندان یې نیولی او د امنیتي ځواکونو له خوا ترې څېړنې روانې دي.
د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، طالبانو برید غندلی او ویلي یې دي، موږ په بریدونو کې ملکي وګړي نه په نښه کوو.



اعلان