عربي رسنۍ: سعودي له اسراییلو دفاعي سيسټم اخیستی

ګنګوسې

عربي رسنۍ: سعودي له اسراییلو دفاعي سيسټم اخیستی

673

الخلیج عربي رسنۍ په خپل رپوټ کې وايي، سعودي له اسراييلو څخه د توغندیو د راغورځولو سیسټم اخيستی دی.

رسنۍ لیکلي، سعودي وروستیو کې د اسراییلو د دفاعي سیسټم په رانیولو کې لېوالتیا ښودلې وه. دغه امارتي رسنۍ ادعا کوي چې دغه خبر ورته ډېپلوماټيکو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ورکړی دی.

رسنۍ وايي، سعودي د Iron Dome په نوم دغه دفاعي سیسټم واشنګټن کې د امریکا په منځګړتوب د پټو خبرو په پایله کې اخیستی دی.

رپوټ کې راغلي چې لومړیو کې اسراییلو کوم عرب هېواد ته د دغه سیسټم د خرڅولو مخالفت کاوه، خو د امریکا فشار اړ کړ چې دغه معامله وکړي.

رپوټ ادعا کوي، (سعودي) به داسې ژمنه کوي چې دغه دفاعي سیسټم به په لنډ او اوږد مهال کې اسراییلو او سیمه کې يې ملګرو ته کوم ګواښ نه جوړوي. سرچینو ویلي، که دغه سیسټم ښه کار وکړي، نو سعودي به له اسراییلو نور تجهیزات هم وپېري.

وړاندې یو شمېر سرچینو د اسراییلو او سعودي تر منځ د پټو لیدنو-کتنو تایید کړی و، خو دا به لومړی ځل وي چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه ډول یوه معامله کېږي.



اعلان