"امریکا افغانستان کې یوازې دوه اډې غواړي، طالبان يې نه مني"

راپورونه

3670

د افغان سولې په تړاو خبرې افغانستان کې د امریکايي اډو له امله د ځنډ ښکار شوي دي. یوه پخواني طالب چارواکي ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې دوه اډې ولري، خو طالبان يې ور سره نه مني.

امریکا غږ انګلیسي د وحید مژده له خولې لیکلي چې امریکایان له طالبانو د لږ تر لږه دوه پوځي اډو منل غواړي، خو طالبان دې خبرې منلو ته چمتو نه دي.

د مژده په خبره، طالبان د امریکا یوازې د سفارتي ماموریت پوځيان مني او له دې ور اخوا نور (د امریکا پوځي شتون) نه مني.

یو شمېر پخواني امریکايي چارواکي هم مني چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته لومړیتوب ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) یو پخوانی سلاکار وايي، طالبان امریکایانو ته د نیواک ګرو په نظر ګوري او له افغانستان څخه يې ایستل غواړي.

کرېسټوفر کولینډا چې لږه موده وړاندې يې په قطر کې له طالبانو سره غېر رسمي خبرې هم وکړې وايي، د جګړې لومړی لامل دادی چې طالبان افغانستان (د بهرنیانو په واسطه) نیول شوی ښيي او دا به د طالبانو له پاره اسانه نه وي چې امریکايي پوځیان دې له افغانستان څخه شاوخوا وګرځي.

د کولینډا په وینا، طالبان د جګړې له لارې د دې (پوځي شتون) مخه نیسي.

کولینډا امریکا غږ انګلیسي سره خبرو کې زیاته کړې، طالبانو د امریکا له لوري د افغان ځواکونو له روزنې سره خوښي څرګنده کړې، خو دا هغه مهال چې نوی حکومت جوړ او طالبان يې هم برخه وي.

موده وړاندې قطر کې د طالبانو او د امریکايي چارواکو تر منځ خبرې وشوې. که څه هم امریکا تر اوسه په رسمي ډول د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو د خبرو تایید کړی دی.

ویل کېږي، نږدې ورځو کې به دویم پړاو خبرې هم وشي. طالب سرچینو ویلي چې موږ د دغو خبرو له پاره چمتووالی نیسو.



اعلان