د زړه او فلج د ناروغیو کورني درمل

روغتیا

د زړه او فلج د ناروغیو کورني درمل

536

د زړه او فلج د ناروغيو څخه د ځان ساتنې له پاره کورني درمل مو له دغو وژونکو ناروغیو ژغوري.
د کاناډا په میک ماسټر پوهنتون کې یوې څېړنې ښودلې چې د زړه او فلچ وژونکو ناروغیو نه د ساتنې له پاره شیدې ډېرې ګټورې دي او باید هره ورځ وڅښل شي، که چېرته شیدې نه وي نو له شیدو جوړ شوي خواړه لکه مستې، پنیر او نور وخوړل شي ځکه چې د وینې په رګونو کې شته ناروغۍ له منځه وړي.
په دې څېړنه کې د ۲۱ هېوادونو څخه ۳۶ زره کسانو چې عمرونه یې د ۳۵ او ۷۰ کلونو تر منځ وو ګډون کړی وو، پایلې ښودلې چې شیدې د وینې اړوندو ناروغیو ګواښ کموي، همدا ډول د ډېرو شیدو څښل د زړه او فلج د ناروغيو ګواښ له منځه وړي.
څېړونکو ویلي، له پایلې څرګندېږي چې د غریبو خلکو له پاره شیدې څښل ګټور درمل دی او د روغتیا له پاره اړین دي، له دې وړاندې د پنیر په اړه یوه څېړنه شوې وه چې د زړه د روغ ساتلو له پاره ګټور ښودل شوی و.
څېړونکو زیاته کړې، چې د غوا شیدې د نورو شیدو په پرتله ډېرې ګټورې دي، ځکه د غوا شیدو په یو ګیلاس کې د نورو شیدو په پرتله اته چنده ډېر پروټين لري، همدارنګه فاسفورس، پوټاشیم، ویټامین ډي او کلوریز په کې په لږه کچه شتون لري.



اعلان