اېپل تر ټولو پياوړي او لوی سکرین لرونکي موبایلونه جوړ کړل

پام وړ

اېپل تر ټولو پياوړي او لوی سکرین لرونکي موبایلونه جوړ کړل

410

رپوټونه وايي، د موبایل جوړولو وتلي شرکت اېپل خپل درې نوي موبایلونه معرفي کړي دي. په دغو دریو موبایلونو کې یو يې تر ټولو لوی سکرین (ښيښه) لرونکی دی. اېپل دغو دریو موبایلونو ته د ایی فون ایکس ایس، ایکس ایس میکس او ایکس ار نومونه ورکړي دي. ور سره يې یو نوی ساعت هم معرفي کړی دی. د ایکس ایس د سکرین کچه ۵.۸ انچه ده چې قیمت يې ۹۹۹ ډالر دی. څلور جي بي رېم لري او له ۶۴ څخه تر ۵۱۲ جي بي پورې حافظه لري. ایکس ایس میکس بیا شپږ نیم انچه سکرین لري او قیمت يې له یوولس سوه ډالرو څخه پېلېږي. څلور جي بي رېم لري له ۶۴ څخه تر ۵۱۲ جي بي پورې حافظه لري. ایکس ار ۶.۱ انچه سکرین لري او قیمت يې له ۷۴۹ ډالرو څخه پېلېږي. درې جي بي رېم لري او له ۶۴ څخه تر ۲۵۶ جي بي پورې حافظه لري.


اعلان