ولسمشر: د هوايي ډزو، شور او د وحشت د فضا د جوړولو له امله کابل ښاریانو ته تکلیف رسېدلی

افغانستان

ولسمشر: د هوايي ډزو، شور او د وحشت د فضا د جوړولو له امله کابل ښاریانو ته تکلیف رسېدلی

2185

نن ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې د شهید اوونۍ نمانځغونډه جوړه شوې وه چې ولسمشر اشرف غني ورته وینا وکړه. ولسمشر غني لومړی د هېواد ټولو شهیدانو ته دعا وکړه. ولسمشر وویل، په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ په ولس دومره غمونه او ناخوالې راغلې، که په تېږه راغلې وای، نو ویلې شوې به وه. د ولسمشر غني په خبره، افغانستان کې هر څو فکر کوي چې مظلوم دی او د نور په پرتله پر ده زیات ظلم شوی. هغه وویل، دلته هر یو فکر کوي چې د (شوروي) ضد جهاد کې د ده ونډه له نورو زیاته ده. درې ورځې وړاندې چې کابل کې د احمد شاه مسعود پلویان د ښار واټونو ته راوتي وو، سړکونه يې بند او ډزې يې کولې، خلکو او ان د مسعود یو شمېر نږدې ملګرو ترې شکایت وکړ او ټولنیزو شبکو کې ورته توند غبرګون وښودل شو. ولسمشر غني د تېرې ورځې ډزو او د ځینو په اصطلاح د وېرې او ترهې خپرولو ورځې ته په اشاره وویل، د هوايي ډزو، پر سړکونو او کوڅو کې د شور و غوغا او د وېرې او وحشت د فضا په جوړولو د شهیدانو او معلولینو په وړاندې زموږ مسوولیت او پور نه اداکېږي. د ولسمشر په وینا، په دغه ډول غېر ګټورو کړنو ښاریان او وطنوال په تکلیف شوي او د ولس د شهیدانو ارمانونو ته بې حرمتي کېږي. مسعود په ۲۰۰۱ ز کال کې د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله ووژل شو. حکومت هر کال دغه ورځ نمانځله، خو دا چې د ټولو شهیدانو نمانځنه يې کړي وي، څو کاله وړاندې يې د شهید اوونۍ رامنځته کړه.



اعلان