پوتین: روسیه سوله خوښی هېواد دی؛ موږ به خپل ځواکونه په نورو وسلو پیاوړي کړو

سيمه او نړۍ

پوتین: روسیه سوله خوښی هېواد دی؛ موږ به خپل ځواکونه په نورو وسلو پیاوړي کړو

342

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسیه سوله خوښی هېواد دی او خلک یې د سولې سره مینه لري، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې زموږ ځواکونه په دومره لوی پوځي تمرین کې ګډون کوي، دا د کوم هېواد پر وړاندې د تیري له پاره نه دي بلکه یوازې خپله پوځي روزنه د هېواد په ختیځ کې د تسوګول په سیمه کې ترسره کوي.
د سي ان ان د راپور له مخې ولسمشر پوتین پوځيانو ته په وینا کې ویلي، لازمه ده چې موږ د خپل هېواد پیاوړتیا او سلامتیا د هېواد د ګټې له پاره وساتو، نوې وسلې چمتو کړو او نړیوالو پوځي همکاریو ته وده ورکړو.
روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د شوروي اتحاد له منځه تللو وروسته دا لوي پوځي تمرینونه دي چې چین او منګولیا هم په کې ګډون لری.
د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د المان خبری اژانس سره خبرو کې ویلي و، موږ چمتو یو چې د امریکا سره دوه اړخیزې خبرې اترې ترسره کړو، تر څو د روسیې د سیاسي نفوذ له امله امریکا ته پیدا شوې ویره له منځه ولاړه شي.



اعلان