لاروف: مسکو چمتو دی چې د امریکا سره د اړیکو په ښه کولو کې پرمختګ وکړي

سيمه او نړۍ

لاروف: مسکو چمتو دی چې د امریکا سره د اړیکو په ښه کولو کې پرمختګ وکړي

189

روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، روسیه چمتو ده چې د امریکا متحده ایالاتو سره د ویجاړو اړیکو په ښه کولو کې پرمختګ وکړی او د عادي خبرو اترو له پاره باید ولسمشر ټرمپ جدي پاملرنه وکړي، که څه هم د امریکا په اداره کې له مسکو سره د اړیکو په ښه کولو کې یو ډول احساسات او خنډ شتون لري.
روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د پنجشنبې په ورځ د المان خبري اژانس ته ویلي، موږ چمتو یو چې د امریکا سره په دوه اخیزو اړیکو کې هوکړه وکړو، ځکه د دواړو هېوادونو تر منځ وضعیت هم د واشنګټن له امله خراب شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، موږ د ټرمپ د ځواب په تمه یو چې د دواړو هېوادونو تر منځ عادی خبرې اترې ترسره شی، که چېرته د ټرمپ له خوا مثبت ځواب وشو نو دا به د امریکا متحده ایالات د روسیې له خوا د ګواښ او ډار څخه وساتي، ځکه د روسیې سیاسي نفوذ له امله امریکا روسیې ته د ګواښ په سترګه ګوري او ویره ورڅخه لري.



اعلان