د بربنډو فلمونو کارکوونکې ټرمپ سره پر خپلو اړیکو کتاب خپروي

راپورونه

د بربنډو فلمونو کارکوونکې ټرمپ سره پر خپلو اړیکو کتاب خپروي

529

د لوڅو فلمونو کارکوونکې سټورمي ډينیل د اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه خپله بیوګرافي خپروي. ډینیل به دغه کتاب کې د امریکا له ولسمشر سره د خپلو اړیکو په تړاو هم ځینې ناویلي مالومات خپاره کړي. نوموړې ادعا کوي چې په ۲۰۰۶ ز کال کې يې له ډونلډ ټرمپ سره اړیکې درلودې. ډينیل د ای بي سي په یوې خپرونه کې ویلي، زه به هر څه ولیکم. هغې دا هم ویلي چې له سي بي ایس رسنۍ د مرکې لرې کړل شوې خبرې به هم دغه کتاب کې ځای پر ځای کړم. ډینیل موده وړاندې د سي بي ایس له ۶۰ دقیقې خپرونې سره مرکه کړې وه، خو د مرکې ځینې برخې يې نه وې خپرې شوې. ډینیل به دا کتاب خپلې لور ته ډالۍ کړي. ټرمپ له ډینیل سره خپلې اړیکې لرل ردوي، خو ویل کېږي چې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو لږه موده وړاندې د ټرمپ وکیل ډينيل ته د چوپ پاتې کېدو له پاره پيسې ورکړې وې. دا کتاب د امریکا له منځمهاله مهمو ټاکنو څخه لږ وړاندې نشرېږي.

 

 

اعلان