عهد تمیمي: که ایران ته ولاړه شم بندي به شم؛ خو زه نه ډاریږم

راپورونه

عهد تمیمي: که ایران ته ولاړه شم بندي به شم؛ خو زه نه ډاریږم

578

عهد تمیمي د ار ټي چینل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اسراییلي چارواکو زه او زما کورنۍ بهر ته له سفر کولو منع کړي یو، هغوي نه غواړي چې د فلسطینانو غږ له هېواده بهر ته ولاړ شي او نه پر فلسطینیانو د اسراییلو له ظلمونو څوک خبر شي.
اسراییلي حکومت عهد تمیمي او کورنۍ یې له هېواده باندې له سفر کولو څخه منع کړي دي، دوی نه شي کولی چې د اردن له لارې اروپایي هېوادونو ته سفر وکړي تر څو په داسې فعالیتونو کې برخه واخلي چې د فلسطین مقاومت د پیاوړي کولو په موخه جوړ شوي وي.
کله چې د عهد تمیمي ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه چې د اسراییلي پوځیانو پر وړاندې ولاړه او د خپل هېواد دفاع کوی، د حزب الله ډلې عمومی منشي حسن نصر الله د هغې په ملاتړ غږ پورته کړ او له ټولو یې غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد دفاع له پاره د اسراییلو په وړاندې ودریږئ لکه څرنګه چې عهد د هېواد د دفاع په موخه د اسراییلو پر وړاندې ولاړه ده.
نوموړې په ځانګړې مرکه کې ویلي، که زه ایران ته ولاړه شم بېرته به زندان ته ولېږل شم، خو موږ له زندان څخه نه ډاریږو، زندان ستونزمن ځای دی خو زموږ د موخو پر وړاندې خنډ کیدلی نه شي.
د یادونې وړ ده چې عهد تمیمي د اسراییلي پوځیانو له خوا تېر کال د دسمبر په ۱۹مه نېټه په دې تور ونیول شوه چې پر اسراییلي پوځيانو یې برید کړی او د هغوي مخه یې نیولې، له اته میاشتو زندان تېرولو وروسته خوشې شوه، د نوموړې محکمې نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.



اعلان