فرانسوي ښوونځیو کې د عربي ژبې زده کړه پېلېږي

پام وړ

فرانسوي ښوونځیو کې د عربي ژبې زده کړه پېلېږي

334

د فرانسې د ملي ښوونې وزیر د هغه پلان ملاتړ کړی چې له مخې به یې فرانسوي ښوونځیو کې زده کوونکو ته د عربي ژبې زده کړه پېل شي.
جېن مېشل یوه فرانسوي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، د روسي او چینایي ژبو تر څنګ عربي د تمدن له لویو ژبو څخه یوه ده.
بل خوا، یو شمېر کسانو بیا د دغه پلان مخالفت کړی. یوه چارواکي ویلي، دا به د فرانسې دننه د یوه بل ملت قانوني ګرځول وي.
فرانسه دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې یوه څېړنیز مرکز په خپل رپوټ کې په ډاګه کړه چې د منځنیو او عالي ښوونځیو هغه زده کوونکي چې عربي ژبه زده کوي، زیاترو یې د سلفیت مذهبي ښوونځیو ته مخه کړې ده.
مونټیجن مرکز ویلي، د دې له پاره چې د سلفیت مخه نیول شوي وي، حکومت باید عربي ژبه د عامو (ټولو) ښوونځیو نصاب ته شامله کړي.
فرانس ۲۴ رسنۍ لیکلي، حکومت دا کار فرانسه کې د اسلامپالنې د مخنیوي له پاره کوي.



اعلان