امریکا په عراق کې د خپلو اتباعو او تاسیساتو د ساتنې په اړه ایران ته خبرداری ورکړی

راپورونه

امریکا په عراق کې د خپلو اتباعو او تاسیساتو د ساتنې په اړه ایران ته خبرداری ورکړی

280

سپینې ماڼۍ عراق کې د خپلو اتباعو او تاسیساتو د ساتنې په موخه تهران ته خبرداری ورکړی دی.
د ار ټي عربي د راپور له مخې امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، که د دوی پر وړاندې په عراق کې د ایران له خوا څه پېښ شي دوی به ورته جدي ځواب ووایي.
په اعلامیه کې ایراني چارواکي په دې تورن شوي چې د عراق په جنوبي ښار بصره کې د امریکا د قونسګرۍ او په بغداد کې د امریکا د سفارت پر وړاندې په وروستیو بریدونو کې د دوی لاس دی باید د بریدونو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د ایران او امریکا اړیکې له څه مودې راهیسې خرابې شوي او د یو بل پر وړاندې د بریدونو ګواښونه هم کوي، څو ورځې وړاندې تهران کې د روسیې، ترکیې او ایران د ولسمشرانو تر منځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه او په مختلفو اړخونو یې خبرې اترې وکړې، د ایران او امریکا د اړیکو له خرابیدو وروسته ایران د امریکا له لورې د بندیزونو سره مخ شوی، خو ایران د روسیې، چین او ترکیې سره خپلې اړیکې ټينګې کړي دي.
همدارنګه ایراني ځواکونو په عراق کې د کردي ایرانیانو پر مرکزونو هم بریدونه کړي چې شاوخوا ۱۱ کسان یې وژلي دي، ایراني چارواکو په وار وار د امریکا او د متحدینو پر وړاندې د هرمز د تنګي د تړلو ګواښ هم کړی.
عراق کې د امریکا د قونسګرۍ او سفارت پر وړاندې د بریدونو له امله امریکا پر ایران تور لګوي، خو ایراني چارواکي په بریدونو کې لاس لرل ردوي.



اعلان