کوچنیان مو له چاغوالي وژغورئ

روغتیا

کوچنیان مو له چاغوالي وژغورئ

168

میندې خپلو کوچنیانو ته له عادت پرته ډېر خواړه ورکوي چې له امله یې د کوچنیانو پر روغتیا بده اغیزه کوي، میندې فکر کوي چې د ډېر خوراک له امله به یې کوچنیان ښه روغتیا ولري خو برعکس ستونزې پیدا کوي، پلرونه هم د بچیانو غوښتنې پوره کوي، بچیان د ډېر خوراک غوښتنه وکړي پلار یې ورته له فکر پرته ورکوي او فکر کوي چې د کوچنیانو عمر د خوراک او څښاک له پاره دی باید خواړه وخوري، چې له امله یې روغتیا ورخرابه او په ژوند کې د ډېرو روغتیایي ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې د نړۍ پر مختللو هېوادونو کې د کوچنیانو روغتیایي حالت د خرابیدو پر لور روان دی او باید د کوچنیانو د روغتیا د ساتلو له پاره ډېر کار وشي چې په راتلونکې کې کوچنیان له چاغوالي وژغورل شي.
د افریقا په لویه وچه کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د چاغو کوچنیانو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی، د یوې سروې له مخې اته کاله وړاندې په نړۍ کې د پنځه کلنو کوچنیانو په ګډون د چاغو کوچنیانو شمېر ۴۳ میلیونه ته رسېده.
روغتیایي ادارې ویلي، نړۍ د خوړو د بدلیدو په لور روانه ده چې ډېری یې په پاکټونو کې بند خواړه خوري، همدا ډول خواږه، غوړ او د ډېرې مالګې لرونکو خوړو ته لومړیتوب ورکول د چاغوالي لامل کیږي.
پوهانو ویلي، که چېرته د څلورو کلونو په عمر کې د کوچنیانو وزن د لوړوالي په پرتله ډېر وو باید له ډاکټر سره مشوره وشي او وزن یې کنټرول کړي، ځکه چې د عمر په تېریدو سره د وزن سم نه ساتل ستونزې پیدا کوي، کوچنیانو د روغتیا ساتلو له پاره باید سم خواړه ورکړل شي چې پروټين او د ویټامینو کچه یې کمه وي، ځکه چې د ډېر پروټين او ویټامین لرونکي خواړه د کوچنیانو په ذهن بد اغېز کوي.
والدین باید د خپلو کوچنیانو د خوړو په اړه سمې پریکړې وکړي، سهار او ماښام یې فزیکي تمرین له پاره وهڅوي تر څو یې عادت وګرځي، چاغوالی د انسان روغتیا خرابوي او په ذهن یې منفي اغېز کوي چې کوچنیان په کوچنیو خبرو هم جګړې ته تیاری ښيي.
د یوې څېړنې له مخې چاغ کوچنیان که اته کلن هم وي د زړه د ناروغۍ ښکار کیږي، کوچنیان د شپې له خوا په وخت ویده کول ډېرې ګټې لري او له چاغوالي یې ژغوري، د فلاډیلفیا په ټمپل پوهنتون کې یوې څېړنې ښودلې، ښه او غوره خوب د کوچنیانو وزن سم ساتي، ښوونځيو ته تلونکي کوچنیانو له پاره خوب ډېر اړین دی، په خوړو کې سبزي کارول، سباناري کې د مستو خوړل، اوبه ډېرې څښل، پر کوچنیانو شین رنګ لرونکې مڼې خوړل ځکه د ناروغیو پر وړاندې دفاعي قوت زیاتوي او د وزن کمولو له پاره ډېرې ګټورې دي، له خوږو او غوړ لرونکو خوړو باید کوچنیان وساتل شي.



اعلان