الظواهري په خپلو پلویانو غږ کړی چې د مسلمانانو پر لومړي دښمن بریدونه وکړي

راپورونه

الظواهري په خپلو پلویانو غږ کړی چې د مسلمانانو پر لومړي دښمن بریدونه وکړي

1732

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیو کې چې د سپتمبر د ۱۱ نېټې د پېښې په اړه یې خپره کړې په کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د مسلمانانو پر لومړي دښمن چې امریکا ده بریدونه وکړي.
د سي ان ان د راپور له مخې د الظواهري ویډیو چې ۲۳ دقیقې ده او د القاعده له السحاب چینل څخه نشر شوې په کې له مسلمانانو غوښتي چې د امریکا پر وړاندې جنګ وکړي او په اقتصادي او پوځي ډګر کې یې له منځه یوسي، تر هغې ورسره جنګیږئ چې له ټولو اشغال شوو هېوادونو یې ویستلو ته اړ کړئ.
الظواهري ویلي، امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسراییلو کې خپل سفارت د قدس ښار ته د لېږدولو پریکړه د دې ښکاروندويي کوي چې د مسلمانانو لومړی دښمن دی.
نوموړي د امریکا سره د جنګ کولو له پاره ۱۴ دلیلونه وړاندې کړي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې پر واشنګټن بریدونه وکړي، الظواهري زیاته کړه، زما مسلمانو ورونو! د امریکا پر ضد جګړه لازمي ده، زموږ پر وړاندې دوه لارې دي، په قوت او عزت سره مقابله کول او یا د ذلت او شرم قبلول، خو موږ به د الله په مرسته هېڅکله د ذلت او شرم ژوند غوره نه کړو.



اعلان