امریکا اوولس کلونو کې د افغانستان، عراق او سوریې په جګړو یو نیم ټریلیون ډالر لګولي

راپورونه

امریکا اوولس کلونو کې د افغانستان، عراق او سوریې په جګړو یو نیم ټریلیون ډالر لګولي

318

پرون د سپټمبر میاشتې یوولسمه نېټه وه. ټیک اوولس کاله وړاندې په دغه ورځ واشنګټن او نیویارک کې اسمانڅکې سوداګریزې ودانۍ په نښه شوې.
له دغو بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان راودانګل او بیا یې په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق برید وکړ. دغه راز، سوریه کې یې هم جګړه کې ونډه اخیستې ده.
د امریکا دفاع وزارت یوه رپوټ کې ویل شوي چې امریکا په تېرو اوولس کلونو کې په دغو دریو هېوادونو کې په جګړو یو نیم ټریلیون ډالر لګولي دي.
دغه لګښت د پوځیانو په روزنه، تجهیزاتو، خوراک، اغوستن او طبي خدماتو شوی دی.
افغانستان کې د امریکا د اوسنیو روانو عملیاتو لګښت ۱۳۴.۳ میلیارده ډالر دی.
افغانستان کې جګړه اوس هم په شدت روانه ده. د امریکا دفاع وزیر طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله مندي ښودلې چې دغه خبرې به د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږي.
اوس هم د امریکا ۱۴ زره پوځ افغانستان کې مېشت دی چې د اړتیا پر مهال د افغان ځواکونو مرسته کوي.



اعلان