د پنجاب ايالت ستر وزير ته د مکتب دو ماشومانو له استاذه شکایت کړی

سيمه او نړۍ

د پنجاب ايالت ستر وزير ته د مکتب دو ماشومانو له استاذه شکایت کړی

324

د پاکستان د پنجاب ايالت لومړي وزير ته تيره ورځ د مکتب دوه واړه زدکوونکې مخ ته ودريدل، په شکمن نظر يې ورته وکتل او رو رو يې ترې وپوښتل: ته خو به زموږ د ايالت وزير اعلی”بزدار” صیب نه یې!۔

وزیر وويل هو۔
ماشومانو سمدستي د خپل استاد په اړه شکايت وکړ، چې موږ کورنۍ وظیفه او حاضري هم سمه کوو،خو بيا مو هم يو استاد تهديدوي۔
وزير ماشومانو ته ډاډ ورکړ او سمدسي يې د پوهني رياست له لارې ټولو تعليمي ادارو ته حکم صادر کړ چې په ښونځيو کې پر لوستلو د ماشومانو تهديد يا ډبول له ننه ورسته دروند اونه بښونکی جرم پيژندل کيږي ۔



اعلان