د جلال اباد- تورخم پر لويه لار پر لاريون کوونکو ځانمرګي بريد مرګ-ژوبله اړولې ده

افغانستان

د جلال اباد- تورخم پر لويه لار پر لاريون کوونکو ځانمرګي بريد مرګ-ژوبله اړولې ده

252

چاودنه د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د مومندرې په سیمه کې د شینوارو په لاریون کوونکو چاودنه شوې چې پراخه مرګ-ژوبله یې اړولې ده.
ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې بريد نن سه شبنه په ورځ غرمه شاوخوا يوه بجه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ډکې په سيمه کې پر لاریون کوونکو شوی دی، د شينوارو خلکو په ياده سيمه کې نن سهار په لاريون پېل کړى و.
نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې کڼ شمېر کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې چې شاوخوا ۱۹ کسان په کې وژل شوي او له ۵۷ ډېر ټپیان دي.
شينوارو د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان بلال پاچا د ګوښه کېدو غوښتنه کوله او د لاريون په شکل یې د تورخم جلال اباد لاره تړلې وه.
دوی وایي چې یاد قومندان په یو شمېر جرمونو کې لاس لري، څه موده وړاندې بلال پاچا او د هغه د زوی پر وړاندې د شینوارو قومي مشران والي ته د شکایت په موخه تللي وو، د سیمه ییزو پر وینا ولایت بلال پاچا او د هغه زوی د یو څه مودې له پاره له سیمې لرې وساتل او اوس یې یو وار بیا د دوی پر سرونو مسلط کړل.
شینوارو غوښتنه کوله چې باید بلال پاچا د کړيو جرمونو له امله محکمه شي که نه دوی به خپل غږ تر ولسمشر ورسوي او یا به د طورخم-جلال اباد لویه لار وتړي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.



اعلان