امریکا: که نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې زموږ جرمونه وڅېړي، بندیزونه به پرې ولګوو

راپورونه

امریکا: که نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې زموږ جرمونه وڅېړي، بندیزونه به پرې ولګوو

432

امریکا په هاګ کې مېشتې د نړیوالې جنایي محکمې یا ICC قاضیانو باندې د بندیز لګولو ګواښ کړی دی.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، که دغه محکمه افغانستان کې د امریکایانو د جرمونو څېړل وکړي، نو پر قاضیانو به یې بندیزونه ولګوو.
بولټن واشنګټن کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، امریکا به د خپلو اتباعو د ساتلو له پاره له هرې اړینې وسیلې څخه ګټه پورته کړي.
بولټن زیاته کړې، موږ به له دغې محکمې سره همکاري و نه کړو او مالي مرسته به ور نه کړو.
په ۲۰۱۶ ز کال کې یادې محکمې وویل، امریکایي پوځ او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې ښایي افغانستان کې د بندیانو په ځورولو د جنګي جرمونو مرتکب شوي وي.
نړیواله جنایي محکمه په ۲۰۰۲ ز کال کې جوړه شوې، څو د بشریت ضد جرمونه او عام وژنې وڅېړي.
تر اوسه ۱۲۰ هېوادونه د دغې محکمې غړي دي، خو د امریکا، روسیې او چین په ګډون یو شمېر لوی ځواکونه د دغې محکمې غړیتوب نه لري.



اعلان