۹/۱۱؛ د امریکا له اوولس کلن شتون وروسته لا هم جګړه او فساد

راپورونه

۹/۱۱؛ د امریکا له اوولس کلن شتون وروسته لا هم جګړه او فساد

253

ټیک اوولس کاله وړاندې په همدې ورځ په نیویارک او واشنګټن کې لویې سوداګریزې ماڼۍ د القاعدې پورې تړلو جنګیالیو له لوري په نښه شوې.
دغه بریدونه چې د الوتکو په واسطه وشول، شاوخوا درې زره امریکایان په کې ووژل شول.
د القاعدې مشر افغانستان کې اوسېده.
امریکا د طالبانو د خبرو وړاندیز او یوه منځګړي هېواد کې د مسلې د حل کولو په موخه د طالبانو غوښتنه رد او پرته له قېد و شرطه یې د اسامه ور سپارل غوښتل، خو طالبان دې کار ته چمتو نه وو.
د امریکا ولسمشر جورج بش وویل، یا زموږ سره یا زموږ پر ضد.
د اکټوبر په اوومه امریکا پر افغانستان، د شمال ټلوالې په ملګرتیا، بریدونه پېل کړل چې طالب حکومت په څو اوونیو کې سقوط شو.
بش دغه جګړه صلیبي جګړه وبلله.
د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو چې په ۲۰۰۴ ز کال کې ټاکنې تر سره او کرزی د رایو له مخې ولسمشر وټاکل شو.
د سپټمبر د یولسمې نېټې له بریدونو، د امریکا د جګړې له پېل او د امریکا په ملاتړ د نوي افغان حکومت له جوړېدو شاوخوا اوولس کاله تېرېږي، خو دلته لا هم جګړه شته چې پراخه شوې او فساد په اوج کې دی.
د لسګونه زره امنیتي او ملکي افغانانو په ګډون سلګونه بهرني پوځیان وژل شوي. دغه راز، روانې جګړې ملیاردونه ډالر وخوړل، خو جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.
سره له دې چې لوی ښارونه یو څه اباد شوي، خو ډېر ولایتونه وروسته پاتې او د پرمختګ او د لویو اقتصادي پروژو نښې په کې نه ښکاري.
د نه پرمختګ لوی لامل دلته د جګړې شتون او د حکومت د واک لږوالی او محدودیت ګڼل کېږي. د سیګار یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي چې حکومت یوازې په ۵۶ سلنه ولسوالیو بشپړ واک لري.
لا هم د امریکا ۱۵ زره پوځیان شته. شاوخوا درې نیم لکه افغان امنیتي ځواکونه دي، خو د دې تاواني جګړې د پای کره نېټه او څرک لا نه مالومېږي.
جګړه اوس هم په شدت کې ده. د رپوټونو له مخې، وروستیو اته څلوېښت ساعتونو کې ۱۴۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.



اعلان