ایران د روسیې، چین، هند او ترکیې سره دا ډول سوداګري کوي

راپورونه

ایران د روسیې، چین، هند او ترکیې سره دا ډول سوداګري کوي

394

ایران د نړیوالو چارو مشر علي اکبر ولایتي ویلي، ایران د امریکا په بدل کې د روسیې، چین، هند او ترکیې سره د ډالرو پر ځای په ملي پیسو سوداګري اړینه بولي.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې ولایتي د ایران ملي بانک د ۹۰مې کلیزې غونډه کې د دوشنبې په ورځ ویلي، پریکړه شوې چې د ایران مرکزي بانک به د روسیې سره د روسیې او ایران په ملي پیسو سوداګري پېل کړي او خپله سوداګري به په دې ډول پر مخ بوځي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال ایران، چین، ترکیې او هند سره ملي پیسو ته په ودې ورکولو سره خبرې اترې روانې دي او دا تجربه به د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لکه برازیل، روسیه، چین او جنوبي افریقا کې پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په تهران کې د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشرانو له خوا ګډه غونډه ترسره شوه چې په کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د سوداګرۍ د ودې له پاره راکړه ورکړه د ډالرو پر ځای د ملي پیسو وړاندیز کړی چې د ټولو د پام وړ ګرځیدلی دی.



اعلان