سپینه ماڼۍ: کېم غواړي له ټرمپ سره دویمه غونډه ترسره کړي

راپورونه

سپینه ماڼۍ: کېم غواړي له ټرمپ سره دویمه غونډه ترسره کړي

207

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د دویمې غونډې له پاره د هغه غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی، کېم ټرمپ سره د دویمې غونډې په اړه هیله څرګنده کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز د دوشنبې په ورځ ویلي، ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم له لورې د دویمې غونډې د ترتیبولو په اړه لیک تر لاسه کړی، سپینه ماڼۍ د غونډې له پاره تیاری نیسي، د لیک موخه ټرمپ سره دویمه ناسته ده، موږ خپلواک یو چې د غونډې په اړه څه پریکړه وکړو.
خو ویاندې د غونډې د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویلي.
ویاندې زیاته کړه، دا لیک د دې دلیل دی چې زموږ په اړیکو کې پرمختګ شوی او موږ د شمالي کوریا له خوا د اټومي وسلو له منځه وړلو هرکلی کوو.
امریکا د متحده ایالاتو ادارې د اګسټ په پای کې د شمالي کوریا د اټومي موضوع په اړه د پرمختګ د نشتوالي په اړه ناخوښي څرګنده کړې وه، چې شمالي کوریا ته د مایک پومپیو د سفر لامل شو.



اعلان