د ایران لوړ پوړی چارواکی: تهران هر ډول تیري ته د ځواب ویلو وړتیا لري

سيمه او نړۍ

د ایران لوړ پوړی چارواکی: تهران هر ډول تیري ته د ځواب ویلو وړتیا لري

349

ایران د ملي امنیت شورا چارواکي ویلي، تهران د هر تیرې پر وړاندې د ځواب ویلو وړتیا لري.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د ملي امنیت شورا چارواکي علي شمخاني د دوشنبې په ورځ ویلي، چې تهران د دښمن د وژلو او ځغلولو هر ډول وړتیا لري، په نړیوال ډګر کې برید او ځغاسته له منځه تللې او د هېواد پر وړاندې د هر ډول تیري لس چنده ځواب ته تیار یو، موږ کولې شو چې په هر ډګر کې د ځان ساتنه وکړو.
د امریکا او ایران تر منځ اړیکې د امریکا له خوا د ایران سره د اټومي تړون د مات له امله خرابې شوي دي، د ټرمپ ادارې خبرداری ورکړی چې پر ایران به د بندیزونو له امله سخت فشار راوړي.
شمخاني زیاته کړه، د عراق کردستان ته د ایران وروستی غبرګون د هر ګواښ پر وړاندې د تهران د پیاوړتیا یوه بېلګه ده.
د ایران رسنیو د یکشنبې په ورځ د انقلابي ځواکونو په حواله ویلي و، چې دوی په عراق کې میشت ایراني کردانو پر ضد برید کې اووه توغندي ویشتلي او ۱۱ کسان یې وژلي دي.



اعلان