قرضدار ته مهلت ورکړه!

اسلام

 قرضدار ته مهلت ورکړه!

327

دا موضوع دوه برخې لري، یو برخه يې چا ته قرض (پور) ورکول دي، او بله يې بې وسې پور وړونکي ته د ده د وسې پورې وخت ورکول دي. 
لومړۍ برخه کې به د قرض (پور) په هکله څو مقدماتې معلومات وړاندې کړو، بیا به يې په هکله څو زړه نرموونکي او ترغیبي احادیث د تېرو موضوعاتو په څېر ذکر کړو. 
قرض یعنې یو چاته پور ورکول په دې شرط چې بدل یا مثل به يې بې له ګټې ورګرځوی. او دا کار موکد سنت دی او کله يې حکم د وجوب درجې ته رسېږي او دا هغه وخت کې چې قرض غوښتونکي مضطر او خورا مجبوروي. 
د هغه چا لپاره د قرض ورکول حرام دي کوم چې يې د ناروا او بد کار د ترسره کولو لپاره غواړي. همدارنګه هغه قرض هم ناروا دی کوم کې چې قرض ورکوونکي ته ګټه راوړي او که قرض اخيستونکي په خپله خوښه بې له وړاندیني شرطه یو څه زیات کړل چې باک يې نشته. او په قرض کې وخت ته اعتبار نشته په دې معنې چې قرض ورکوونکی خپل حق د ټاکلې نېټې د مخه هم غوښتلای شي. هو په نېټه باندې وفاء کول ښه کار دی. 
که قرض ورکوونکی نېټه د ګټې په شرط ورکړي، نو دا قرض فاسد دی او د حسنه قرض څخه وځي، دیته د فقهاء په اصطلاح کې دین وايي او په روا او ناروا کې يې د فقهاو ترمنځ ژور اختلاف دی یو ډله يې د وقت په بدل کې د پیسو زیاتوالی مني او بله ډله يې نه مني. 
اوس به نو د دې برخې اصلي موضوع ته ورننوځو او د قرض په هکله به څو ترغیبي حدیثونه په لاندې ډول ذکر کړو:
لومړی حديث: عن عبدالله مسعود ان النبي قال (کل قرض صدقة) هر قرض صدقه او خیرات دی یعنې یو چا ته قرض حسنه ورکول دونه ثواب لري لکه چا ته چې نفلي خیرات ورکړې، په صدقه ورکولو کې صدقه کوونکي ته د صدقه شوي مال مثل یا قیمت نه ورکول کېږي بلکې د هغه ثواب او بدله په اخرت کې ورکولای شي او په قرض کې که څه هم مثل او قیمت ورته ورکول کېږي خو د دې سره سره ورته د صدقه شوي مال په څېر اخروي اجر او ثواب هم ورکولای شي، دا ځکه چې په قرض ورکولو سره کله کله د یوه بې چاره او تنګ لاسي انسان دونه کار روانېږي چې په نفلي صدقې سره نه کېږي، زما دا باور دی چې که مال د الله په لاره کې په اخلاص سره د الله د رضا لپاره ولګول شي. دا به د نفس د لګولو څخه د هغه په لاره (جهاد) نه کم نه وي. د الله کتاب هم دیته د سوره صف په څلورو ایتونو کې اشاره کړی فرمايي، 
«یا ایها الذین امنو هل ادلکم علی تجارة تنجيکم من عذاب الیم، تومنون بالله ورسوله وتجاهدون فی سبیل الله باموالکم وانفسکم ذلکم خیر لکم ان کنتم تعلمون، یغفرلکم ذنوبکم ویدخلکم جنات تجري من تحتها الانهار ومساکین طیبة فی جنات عدن ذلک الفوز العظیم، واخری تحبونها نصرمن الله وفتح قریب وبشری المومنین» سورة الصف ۱۰-۱۳ 
ژباړه: ای ایمان والاو ایا دلالت وکړم تاسو ته په هغې تجارت (سوداګري) چې نجات درکوي تاسې ته له دردناک عذاب څخه (هغه دا ده چې) ښه ټینګ مضبوط اوسئ په ایمان باندې چې لرئ په الله باندې او په رسول د دغه الله او جهاد کوئ تاسې (ای مومنانو د الله د دښمنانو سره) په لاره د الله کې په مالونو خپلو سره او په نفسونو خپلو سره. دغه (ټینګ ایمان او مالي او ځاني جهاد) بهتر دی تاسې ته که چېرې يۍ تاسې چې پوهیږئ وبه بښي (الله ) تاسې ته ګناهو نه ستاسې او داخل به کړي تاسې جنتو نو کې چې بهېږي لاندې (د ماڼیواو ونو) د هغو (د پاک و شرابو، د شاتو، د شودو، او د خوږو اوبو) ویالې، او (داخل به مو کړې)په ځایونو پاکیزه و کې په جنتونو د همیشه او سیدلو کې دغه (مغفرت او ادخال د جنت مومنانو ته)یو لوې بری موندل دي او (الله تاسې ته ای مومنانو بل (نعمت چې)خوښوئ. 
تاسې هغه (نعمت) کومک حفاظت دی له (جانبه) د الله او برې نژدې دی. 
دې مبارکو ایتونو کې د یوه حقیقي تجارت او بې مثاله سوداګرۍ د بریالیتوب لپاره درې لارښوونې په ګوته شوي او هغه دا دي، 
۱: په الله پاک او د هغه په رسول (حضرت محمد) باندې ایمان راوړل. 
۲: د الله په لاره کې د هغه د رضا د حصول په منظور مال لګول. 
۳: د الله په لاره کې د هغه د دین د لوړتیا په خاطر په نفس سره جهاد کول. 
د دې درې واړو اسبابو په پوره کولو سره د نوموړي تجارت څخه داسې ګټه په لاس راځي چې په ټوله نړۍ کې نظیر نه لیدل کېږي او هغه د اخرت درد ناک عذاب څخه ژغورل او د تېرو ګناهونو بښنه او هغو جنتونو او پاکیزه ماڼیو ته ننوتل دي. د کومو څخه چې دغه څلور ډوله ویالې بهېږي چې یوه يې د صفا شرابو، بله يې د شاتو، درېيمه يې د شدو او څلورمه يې د خوږو اوبو ده. 
او که د نوموړو اسبابو قراني مبارک ترتیب ته ځیر شو، نو ګورو چې الله د ایمان وروسته او د بدني جهاد ترمخه يې د الله په لاره کې دمال لګولو ذکر کړی، دا مو دیته متوجه کوي چې مال لګول هم د الله په لاره کې د نفس د ورکولو څخه کم نه دي بلکې کله کله ځینې خلکو ته د مال لګول د سرو ورکولو څخه هم دروند تمامیږي او بعیده نه ده چې الله پاک د همدې له کبله مال د نفس څخه وړاندې کړی هم وي. 
دویم حديث: عن ابی امامة عن النبي قال، (دخل رجل الجنة فرای مکتوبا علی بابها، الصدقة بعشر امثالها، والقرض بثمانیة عشر) رواه الطبراني والبیهقي من روایة عتیة بن حمید. 
ژباړه: د ابو امامة څخه روایت دی چې هغه د نبي کريم څخه روایت فرمايلی دی، یو سړی جنت ننووت، نو ويې ولیدل چې د جنت په دروازه باندې لیکلي شوي وو چې، د صدقې ثواب لس ځله دی، او د قرض ثواب اتلس ځله دی. 
دا مبارک حدیث د مخکې حدیث څخه د قرض درجه د صدقې څخه اته (۸) درجې زیاته په ګوته کوي، په دې معنا چې د یوی صدقې ثواب لس چنده دی، ولی د قرض ثواب د هغې څخه اته درجي زیات یعنې اتلس چنده دی. 
د دې زیاتوالي وجه کیدای شي دا وي چې، کله صدقه یو داسې فقیر ترلاسه کوي چې هغه ورته اړ نه وي، مګر قرض اخيستو ته کله څوک داسې مجبور شي چې بله يې هېڅ چاره نه وي ترڅو خپل ضرورت د کومې بلې لارې څخه پوره کړي او هغه مشکل چې ورته پیښ شوی پرې دفع کړي، نو په دې کې شک نشته چې داسې معسر او بې وزلې سره د ده د ضرورت د پوره کولو په خاطر وده ته حسنه قرض ورکول د خورا ډېر او لوی اجر موجب ګرځي. 
او د همدې حدیث مطلب په بل روایت کې رسول اکرم داسې فرمايلې، 
(رایت لیلة اسری بی علی باب الجنة مکتوبا، الصدقة بعشر امثالها، والقرض بثمانیة عشر)
ژباړه: رسول پاک فرمايي، ما په هغه شپه چې زه يې یو برخه کې بوتلې شوم ولیده چې، د جنت په دروازه باندې لیکلي شوي وو چې صدقه په لس چنده (ثواب لري) او قرض اتلس چنده. 
دا حدیث د قرض په فضلیت برسېره د اسری او معراج واقعې ته يې هم اشاره کړې او د هغې لنډیز په یوه بل حدیث کې داسې بیان شوی: 
رسول کريم فرمايي:
په داسې حال کې چې زه د مسجد حرام په حطیم کې د بیت الله ترڅنګ وم، نه پوره ویده وم او نه سوچه ویښ وم چې جبرايېل راته براق رواست او له دې ځایه یا د ام هانئ له کور څخه يې د ماخستن د لمانځه وروسته د شپې په یوه برخه کې بیت المقدس ته بوتلم او هلته يې انبياء راته تمثیل کړل او لمونځ مې ورکړ او بیا يې اسمانو ته پورته کړم ان تردې چې سدرة المنتهی ته ورسول شوم، او په همدې شپه کې بیرته مکې ته راوستل شوم، قریش مې چې په کيسه خبر کړل نو تعجب يې وکړ ان تردې چې ځینې ایمان والا مرتد هم شول، او ابوبکر وویل (ان کان قال لقد صدق) که چېرته هغه ويلي (محمد) هرومرو رښتیا ده. 
دا واقعه د هجرت څخه یو کال د مخه وه، او د اکثرو علماو په اند رسول اکرم په جسد او روح دواړو سره پورته کړی شوی. 
او قران کريم د سورة اسراء په لومړي ایت کې ورته داسې اشاره فرمايي،
(سبحان الذی اسری بعبده لیلا من المسجد الحرام الی المسجد الاقصی الذی بارکنا حوله لنریه من ایاتنا انه هوالسمیع البصیر). 
ژباړه: پاکي ده هغه ذات ته چې بیولی يې وه بنده خپل (محمد) په (یوه برخه د) شپې کې له (منځه یا له څنګه د) مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې هغه چې برکت اچولې موږ چارچاپیره د هغه (بیول د محمد د دې لپار وو) چې (هلته) وښیو موږ دغه (محمد) ته ځینې له دلائلو (د قدرت) خپل، بېشکه چې دغه (الله ) هم دی دې ښه اوریدونکی، ښه لیدونکی (عالم په پټو او ښکاره و). 
درېيم حديث: عن عبدالله بن مسعود ان النبي قال (ما من مسلم یقرض مسلما قرضا مرة الا کان کصدقتها مرتین) رواه ابن ماجه / ، وابن حبان فی صحیحه،
ژباړه: نشته یو مسلمان چې قرض ورکوي (بل) مسلمان ته په قرض ورکولو سره یو ځل، مګر وي دا (قرض ) په شان د خیرات ورکولو دوه ځله. 
یعنې د یوه ځل قرض ورکولو اجر اوثواب د الله په نزد د دوه نفلي خیراتو کولو سره برابر دي. 
او د دې زیاتوالي وجه کیدای شي همغه وي چې په دویم حدیث کې مو ذکر کړه. برسیره پر هغې کیدای شي د نیت اخلاص، او بی شبهې حلال مال رول هم ورکې وي په دې معنا چې د قرض ورکوونکي نیت خالص د الله د رضا لپاره او هېڅ ډول مادې او دنیوي لالچ ئي په خاطر کې نه وي، او یا دا چې مال يې د هر ډول شبهې څخه پاک او حلال وي. 
څلورم حديث: عن ابی هریرة. قال، قال رسول الله (من یسر الله علی معسر، یسرّ الله علیه في الدنیا والاخرة) رواه ابن حبان فی صحیحه،
ژباړه: چا چې اسانتیا وکړه په یوه تنګ لاسې باندې، اسانتیا به وکړي الله پاک په هغه باندې په دنیا او اخرت کې. 
یعنې چا چې په دنیا کې د یوه بې وزلې، محتاج او بې چاره سړي مشکل حل کړ، هغه سره يې د هغه د مشکل مطابق مرسته وکړه، پاک الله به د هغه رزق په دنیا کې پراخه او ارام ژوند به ورته نصیب کړي، او په اخرت کې به يې تکلیفونه او سختیاوې وراسانه کړي. 
دا حدیث که څه هم د قرض په هکله خاص نه دی خو قرض د ده د عموم څخه وتلی هم نه دی بلکې څنګه چې هر مشکل ته شامل دی په دې ډول قرض ته هم شامل دی. 
زما په اندخو د (معسر) لفظ په لومړئ درجه کې د قرض دار په هکله استعمالیږي لکه څنګه چې د قران پاک د دې ایت څخه بریښي چې فرمايي (وان کان ذو عسرة فنظرة الی میسرة) البقره /۲۸۰. 
ژباړه: او که پوروړي خاوند د بې وسئ وه نو پر تاسې دې انتظار پوروړي ته تروخته د پراخۍ. یعنې تاسو د پوروړي څخه ژر ژر او وخت په وخت قرض مه غواړئ که هغه بې وسی او مفلس وي، هغه ته مهلت ورکړئ ترڅو الله پاک يې لاس پراخه کړي او څه مال ورته په لاس ورکړ شي او که مووس وي هغه پور ورته خیرات په توګه وبښئ او دا کار تاسو ته خورا غوره دي که پوهیږئ. 
اسلامي شریعت د نوموړی ایت په نازلیدو سره د پور او د لاس تنګي پور وړ څخه د پور د غوښتنې په هکله یو مضبوط عادلانه بنسټ کیښود او هغه ته يې د مال پیدا کولو تروخته مهلت ورکړ او د هغه د اعسار او افلاس په صورت کې يې مالدار پور ورکوونکي ته د عفوې لارښوونه وکړه، او هغه ظالمانه او انساني ضد قانون يې پرې محوه او پای ته ورساوه کوم چې رومانیانو د خپل عظمت او ابر قدرتي (لکه اوسنئ امریکا) په وخت کې نافذ کړی و، هغه دا چې روماني قانون پور ورکوونکي ته دا حق ورکړی و چې پور وړونکی د افلاس په صورت کې د غلام په څېر بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي او د چا د نه اخيستو په صورت کې هغه حلال (ذبح) کړي او د بدن غړي يې د ډېرو پور ورکوونکو په حالت کې تقسیم کړي او هر یو ورڅخه د خپل پور په اندازه غړي تر لاسه کړي او د حلال حیوان د غوښې په څېر يې ترې ګټه واخلي.
هېچا ته دا قدرت نه وي چې، د دې قانون په خلاف غږ اوچت کړي، لکه چې نن يې د امریکايي، ضد انساني او اسلامی قوانینو په خلاف څوک نشي پورته کولای –الا ماشاء الله



اعلان