د فضل الرحمن ورور د افغان کډوالو له کمېشنرۍ ګوښه او پر ضد یې څېړنې پېل شوې

راپورونه

د فضل الرحمن ورور د افغان کډوالو له کمېشنرۍ ګوښه او پر ضد یې څېړنې پېل شوې

1223

رپوټونه وایي، د ضیاء الرحمن په نوم د افغان کډوالو کمېشنر د مرکزي حکومت له لوري له کمېشنرۍ ګوښه او پر ضد یې څېړنې پېل شوي دي.
جیو نیوز د سرچینو په حواله لیکلي چې ضیاء الرحمن د جمعیت علماء اسلام د مشر فضل الرحمن ورور دی.
د نوموړي د لرې کېدو پرېکړه مرکزي کابینې منلې او پر ضد یې د څېړنو امر کړی دی. د لومړي وزیر عمران خان سلاکار ارباب شهزاد د څېړنیز رپوټ د جوړولو له پاره ګومارل شوی دی.
د سرچینو په حواله، ضیاء الرحمن د پاکستان د ارتباطاتو د ادارې مامور و. په څېړنو کې به مالومه شي چې دی ولې او څنګه د ایالت په اداري خدمت کې شامل شوی؟. دغه راز دا به هم مالومه شي چې دی څنګه په خوشاب ولسوالۍ کې لوړ پوړی چارواکی شو او څه ډول لوړو رتبو باندې پاتې شو؟.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، ضیاء الرحمن د پاناما د قضیې پر مهال د افغان کډوالو کمېشنر وټاکل شو. چودري زیاته کړې، هغه به لرې او پر ځای به یې بل افسر وټاکل شي.
چودري ویلي د تحریک انصاف حکومت په وړتیا یوې څوکۍ ته د رسېدو په سیسټم باور لري.



اعلان