د یوولسم ستمبر بريدونه( د عبدالحی مطمئن په کتاب کې)

نظر او تحليل

د یوولسم ستمبر بريدونه( د عبدالحی مطمئن په کتاب کې)

1447

 

 


ماسپښین قضاء و. دفتر کې ناست وم. جرمني ( هالنډ) نه یو دوست(احسان) راته تلفون وکړ.
وايي خبر نه یاست په نيويارک بریدونه وشول او لا هم روان دي.
ما ورغبرګه کړه څه ډول بریدونه دي؟
هغه وویل نور نه پوهیږم خو په يوه ستره ودانۍ کې يې لکه چې الوتکه وهلې يا به په غلطۍ وهل شوې وي، خو د نړۍ تلویزونونه د ستر تعمیر پرسر بلېدونکې لمبې او د خلکو منډې او وارخطايي بروډکاسټ کوي.
يواځي همدا خبر پر ټوله ميډیا چلیږي.
په افغانستان کې هغه وخت رسنۍ يواځې لویديزې راديوګانې وې، داخلي رسنۍ وقفه وقفه وې.
دا وخت هيڅ يوې راديو خبري برخه نه خپروله او بي بي سي او امریکا غږ هم وروسته خبرونه خپرول.
د انټرنيټ اسانتيا يوازې د امارت په مرکزي دفتر کې وه او د ډش انتن هم له موږ سره دفتر کې نه و.
زه بیا هم د دغو بریدونو پر ستروالي او اهمیت دومره نه پوهېدم، خو لږ وروسته له هر لوري تليفونونه وشول او معلومات زیات شول، چې پینټاګون کې هم برید شوی او پر غبرګونو تجارتي مرکزونو غبرګوني بریدونه شوي.
ما پر وړه مخابره پرمشر غږ کړ چې په امریکا کې دا ډول بریدونه شوي!
خو هغه لږ مخکې له خارجه وزارت نه خبر شوی و، ما ته يې ځواب کې وویل چې ماته هم خبره ورسېده خو نه پوهیږم چې څه دي. الله دې خیر کړي. همدومره يې وویل نور يې هيڅ تبصره ونه کړه.!
زه له دې ځايه د مشر دفتر ته لاړم. هلته سيد محمد طیب اغا او نورو ملګرو پر انټرنيټ خبرونه تعقیبول.
له هغه وروسته په کندهار کې د سي اين اين دفتر ته لاړم. هلته ډش لګېدلی و پر سي اين اين او الجزیره مو ټوله صحنه ولیدله.
سمدستي غبرګون دا و چې په رسنيو کې د دې پېښې غندنه وکړو.
موږ په رسنيو کې دغه پېښه وغندله او مشرتابه اسامه ته حال ور واستاوه چې ژر دې له دې پېښې سره نه تړاو اعلان کړي.
شیخ له یوې خوا له پېښې سره نه تړاو اعلان کړ، له بلې خوا يې دا خبره ورسره زیاته کړه چې زه پرې خوښ يم. دا خبره مشرتابه ته د اندېښنې او اعتراض وړ وګرځېده.
د باندنيو چارو وزير متوکل صیب په کابل کې د نړۍ‌والو رسنيو په وړاندې وویل موږ دا پېښه غندوو او له امریکا نه تر ثبوت موندلو وړاندې د زغم هيله کوو.
کله چې امریکا پر اسامه تور ولګاوه نور حالات بدلېدونکي شول او یو لوی بحران سر راښکاره کړ چې مشرتابه او چارواکې يې نور په حل نه پوهېدل.
دا وخت د القاعده ځیني ماهرانو او ځیني بهرمیشته افغان پوهانو موږ ته د کندهار پر فضا د امریکايي مصنوعي سپوږمکیو د څارني د زیاتوالي خبر راکړ.
د امریکايي څارونکو سپوږمکيو شتون يا څار زموږ لپاره نوې خبره نه وه، خو په دې کې ځیني ځلیدونکو ستورو ته ورته فضايي سپوږمکۍ هم په ګوته شوې وي، چې نښه يې دا ښودل کیده چې د ماښام او ماخستن ترمينځ کله د توقف په حالت کې او کله د رفتار په حالت لیدل کیدای شي ؛ رڼا يي کمه و زیاته کیږي او د ستورو په څېر پر يوه حال نه وي.
دې کار ته موږ ځیر شو؛ څو ځله مو همداسي ځلیدونکي ستوري په ټیټه فضا کې ولیدل چې رڼايې بلکل مصنوعي او د موټر د څراغونو په څېر تیزه وه او د ماخستن تروخته به لیدل کيدل؛ بيابه ورک شول او ځینې نور به د ورو ورو حرکت په حال کې لیدل کیدل، چې هغو به يې تته او زیړه رڼا لرله.
موږ به د ملګرو ترمينځ په دې بحث هم کاوه، پوره یقین مو هم نشوای کولای. خو نظر انداز کولای مو هم نشوای او د امریکا د ممکنه برید له ویرې موږ پر دا ډول احتمالاتو سترګې نشوای پټولای.
ما هغه وخت سره له تردده دغې مسئلې ته ملګري متوجه کول، که څه هم تر ننه هم زه د دا ډول ځلېدونکو ستورو ته ورته سپوږمکیو پر امکان پوره باوري نه یم، خو ردول يې هم فني قناعت غواړي.

ورپسې :

په کابل کې د دیني علماوو ستره غونډه او د اسامه په اړه پرېکړه

کله چې د امریکا ولسمشر جورج بوش په رسا ټکو د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې اسامه دې لاس تړلی وسپاري که نه پر افغانستان به برید وکړو، نو د چارواکو ترمينځ هم ډول ډول مشورې، نارضایتي او نیوکې روانې وې.
ملا محمد عمر ورته وویل نور هيڅ نه منم که مرو که پاتې کیږو، صرف شرعي حل به لټوو.
بيا يې پرېکړه وکړه چې علماوو ته به دا موضوع وسپارو چې هغوی څه وايي.
په همدې مناسبت د هېواد په کچه د علماوو یوه ستره غونډه په کابل کې دایره شوه چې له دوو ورځو بحث وروسته يې خپله پرېکړه کې وویل چې اسامه ته دې مشوره ورکړل شي چې په خپله خوښه له افغانستانه ووځي خو په زور ویستل يا سپارل يې د اسلامي شریعت له مخې جواز نه لري.
د دې ترڅنګ يې دا هم وویل چې که امريکا یرغل وکړي نو په وړاندې يې جهاد فرض دی.
بل پلو امریکايانو په رسا تورو وویل چې موږ ته بله هیڅ لار د منلو وړ نه ده. که اسامه ولاړ هم شي نو موږ ته افغانستان حکومت مسئول دی، ځکه د دوی په لاس کې دی، دوی به يې لاس تړلی له ملګرو سره را سپاري.
مشرتابه وویل امریکایان د هغه په وتلو هم قناعت نه کوي نو چې په تيټو سترګو د هغوی د یرغل په مقابل کې مقاومت کوو. ښه به دا وي چې په نر موقف ورسره مخ شو. نه اسامه ته وايو چې ووځي او نه يې سپارو. نه مو اوس امريکا په دې ډول نرمښتونو پرېږدي، بلکې د هغوی غوښتنه داسې ده چې نه اسلام اجازه راکوي، نه يې افغانیت او انساني غرور مني.
ورپسې :
کندهار ته د پاکستاني پلاوو سفرونه

له امريکايي بمباره نږدې يوه مياشت وړاندې د پاکستان پوځي مشر پرویز مشرف پر طالبانو غږ وکړ چې يا دې اسامه بن لادن وسپاري يا دې د خپل حکومت د نړېدو انتظار وکړي.
دغه وخت د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال محمود کندهار ته راغی. د امارت د دفتر په نوې ودانۍ کې يې له ملا محمد عمر مجاهد سره ملاقات وکړ.
په دغه ناسته کې د مشر او جنرال محمود ترمينځ ترجماني د بهرنیو چارو وزارت د تشريفاتو ریيس عبدالغفور افغاني کوله.
جنرال محمود د علامه اقبال انځورونو ته ورته څېره لرله. هوښیار سړی و. ژور استدلال يې کاوه او تر ډېره يې په خبرو کې په تاريخي پېښو او نړۍ‌والو مسائلو استدلال کاوه؛ د لويديځ په اړه يې کرکه څرګندوله؛ د اقبال اشعار يې ډېر ويل او په خبرو کې يې ملا محمد عمر ته بې کچې احترام څرګنداوه،چې په ډېر دقت به يې د مشر خبرې اورېدې.
جنرال محمود د خپلو خبرو په جريان کې وويل: امريکا ډېر ستر پوځي او اقتصادي ځواک دی، سيمې ته د راتګ لپاره پلمې ګوري، که په هره لاره ممکنه وي، چې د راتلو پلمه ورته جوړه نه شي.
هغه وويل چې فی الحال امريکايان د سپټمبر د پېښو په غبرګون کې د سخت عکس العمل پر تياري بوخت دي، ځکه چې اسانه بهانه په لاس ورغله.
محمود په مثال کې د لېوه او مېږې کیسه هم تېره کړه، چې ميږې پر وياله تر لېوه ښکته خوا ته اوبه څښلې، خو لېوه د هغې د ښکار لپاره د بهانې لټولو په موخه ورته وويل چې اوبه دې ولې راخړې کړې!
بل مثال يې دا ووايه چې کله غويی پوره مست شي، نو ورنه د ځان د ساتلو لاره يې دا ده، چې هغه په يوه ستر ميدان کې په منډو ښه ستړی شي، نو که امريکا د څه وخت لپاره مصروفه کړای شي، کېدای شي فضا يو څه نورماله شي.
ملا محمد عمر ورته وويل:
"امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې زموږ د له مينځه وړلو لپاره اراده کړې. د خوست راکټي بريد او بيا اقتصادي بنديزونه يې ابتداء وه. امريکا زموږ وجود او نظام نه شي زغملای.
موږ د درېيمې لارې هڅه کړې او کوو يې، خو اوس امريکا يوازې د زور خبره کوي.
که موږ د هغوی ناروا غوښتنې ومنو هم، دا یقيني نه ده، چې هغوی دې بيا هم موږ پرېږدي؛ موږ پوهېږو چې امريکا موږ ته دروند زيان را اړولی شي، خو کومه غوښتنه چې امريکا لري هغه زموږ لپاره له دې ډېر دروند ديني او عقيدوي زيان او له خپل هدف او مسیره انحراف دی.
زه يوه لویشت هم له شرعي مسووليته نه شم پر شا کېدای، که مې نظام او سر دواړه ولاړ شي، خو داسې څه نه شم منلای، چې اسلامي شریعت يې اجازه نه راکوي.
البته له دې علاوه، موږ معقولو دوه طرفه مذاکراتو ته مخ کې هم اماده و، اوس هم اماده يو، خو که امريکا يرغل وکړي نو له خپل توان سره سم به تر اخيري سلګۍ ورسره وجنګيږو"
په دې اړه له اوږدو دوه اړخیزو خبرو وروسته جنرال محمود بېرته ستون شو.
جنرال محمود څو ورځې وروسته بيا د برګيډير سلطان، مېجر ګل او يوه بل جنرال په ملتيا - چې له ما يې اوس نوم هېر دی- راغی.
دا ځل يې له ځانه سره د پاکستان هغه مشهور او جيد علماء هم راوستل چې پر طالبانو يې څه ناڅه دیني او علمي اغېز لاره.
په دې کې د پاکستان د وفاق المدارس مشر مولانا سلیم الله خان، شیخ الحدیث مولانا حسن جان، مولانا مفتي محمد تقي عثماني او مولانا شېرعلی شاه وو.
د علماوو مجلس په تنها خونه کې وشو. په دې ناسته کې د پاکستان دولتي هیئت ګډون نه درلود. په دې مجلس کې هم زه، د مشر سکرتر سید طیب اغا او ځینې نور ملګري حاضر وو. تقي عثماني او مولانا سليم الله خان صیب په پښتو نه پوهېدل، د مشر خبرې شیخ الحدیث شېرعلی شاه ورته ژباړلې او د هغوی دواړو خبرې يې ملا محمد عمر ته ژباړلې.
لومړی ملا محمد عمر هغوی ته هرکلی ووايه. ورپسې خبرې د علماوو له خوا پیل شوې.
ښاغلي مفتي تقي عثماني د اسلامي نظام د بقاء پر ارزښت مدللې خبرې وکړې. د حالاتو د نزاکت يادونه يې وکړه او ويې ويل، دا يو اسلامي نظام دی او دښمنان يې د نړېدلو هڅې کوي، نو هر هغه لاره بايد ولټول شي، چې د دې ماجرا مخه ونيول شي. مولانا تقی صیب وويل ټول مسلمانان په دې یرغل متاثره کيږي، نو د شيخ اسامه موضوع ته د حل مناسبه لار لټول پکار دي.
مولانا سليم الله خان صیب له ملا محمد عمر سره له محبت او خواخوږۍ ډکې خبرې وکړې او د امريکا له يرغله د خلاصون د لارو چارو پر لټون يې بحث وکړ.
د دغو علماوو خبرې، اندېښنې او خواخوږي د پام وړ وې او زما په اند پوره وزن يې درلود، خو د مشر لنډ ځواب نږدې ټول لاجوابه کړل.
مشر له دغو علماوو سره د بې کچې احترام په فضا کې په ډېره خوږه او مودبانه لهجه خبرې وکړې. ملا محمد عمر دغه علما‌ء مخاطب کړل:
"زما هر کار د علماوو له مشورې سرچينه اخيستې" د الله دين تاسو ته تر ما ډېر ښه معلوم دی؛ موږ ستاسي د شاګردانو په درجه کې يو، خو خبره دا ده لکه څنګه چې انبياء علیهم السلام د الله د دين په تعميل مکلف وو. همداسې زه او بل هر مسلمان واکمن مکلف دی، زه بايد هغه څه کوم، چې اسلام يې اجازه راکړي، زه به الله ته د دې څه ځواب وايم، چې الله ما ته دېرش تنه مجاهدین راکړل (د تحريک د پیل لومړيو ورځو ته اشاره وه) هغه وخت ما پر الله توکل وکړ او الهي مسووليت ته مې شا نه کړه، خو نن چې د يوه هېواد واکمن يم د خپلې واکمنۍ د بقاء لپاره څنګه خپل شرعي مسووليت ته شا کړم؟
د اسامه په موضوع کې اوس امريکايان بله هيڅ خبره نه مني، يواځې دوې لارې يې پري ايښي.
يا به يې ورسپارو يا به یرغل کوي!
البته که الله مه کړه ور ويې سپارو بيا هم د دې تضمين نه شته چې یرغل به نه کوي، نو اوس تاسې ما ته د سپارلو فتوا راکولای شئ؟"
ټولو ورته وويل: نه، موږ د جواز فتوا نه شو درکولای. مشر وويل: درېیمه لار پاتې نه ده. سعودي ته سپارل هم امريکا ته سپارل دي، ځکه چې سعودي يې هم امريکا ته ورکوي او د امريکا په امر يې له موږ غواړي.
څرنګه چې ما ته د افغانستان علماوو هم اجازه نه ده راکړې، تاسو يې هم نه شئ راکولای او د نورې نړۍ حقیقي علماء يې هم نه شي راکولای، نو دغه عمل د اسلام له نظره جواز نه لري، زه مجبور يم په دې لار کې به هرې قربانۍ ته ځان ورکوم.
د خپل سر او خپل نظام باک به هم نه کوم، د هر يرغلګر پر وړاندې به د جهاد فریضه تر خپل ژونده جاري ساتم.
د مشر له دې ځواب سره علما چپ شول، مولانا سليم الله خان وژړل، ملا محمد عمر ته يې مخ ورواړاوه:
الله ستا شرحِ صدر په همدې کړی، الله دې مرسته وکړه او الله دې موږ ته هم د شهادت مرګ راکړي.
دا مجلس په همدې ځای پای ته ورسېد. بهر جنرال محمود، برګيډیر سلطان او مېجرګل ناست وو. جنرال محمود په اخیرکې يو ځل بيا له ملامحمد عمر سره د تکې تنها ناستي غوښتنه وکړه.
ملامحمد عمر له ترجمان سره په تنها کوټه کې دننه شو، ترجمان چې اوس هم ژوندی دی، د دي پټ ملاقات په اړه وايي چې جنرال محمود ملا محمد عمر ته مخامخ په ګونډو کيناست او په نه زړه يې د اسامه سره د يو ځل لیدلو خواهش وکړ، محمود ویل که له هغه سره موږته د لیدلو فرصت راکړئ، ښايي موضوع تر ډیره بریده حل شي، دې خبرې ملا محمد عمر ته خوند ورنکړ او يو ډول شک او بدګماني ورسره پیداشوه، منفي ځواب يي ورکړ او ورته وي ویل شرایط د داسي لیدنو تقاضا نه کوي.
جنرال محمود ملامحمد عمرته په رخصتيدو کې کلکه غیږه ورکړه او له احساساتو ډک خدای پامانی يې ورسره وکړ او همدا جمله يې ورته وویله:
" که زه وم یرغل به نه کيږي او که یرغل کېده زه به نه يم"
رښتيا هم چې کله جنرال مشرف د امريکا له خوا پر افغانستان د یرغل د ملاتړ اعلان وکړ، نو جنرال محمود استعفاء ورکړه.
له پاکستاني هیئت سره له ملاقات نه وروسته متوکل ملا محمد عمر ته يو ځل بيا وویل، چې ښه لاره دا ده چې اسامه سعودي ته وسپارو، داسي معلومیده چې لومړی متوکل فکرکاوه چې د پاکستاني علماوو هیئت به کوم حل را وباسي، خو چې کله مایوسه شو نو بیايې په شخصي توګه وړاندیز وکړ، ملا محمد عمر په موسکا متوکل ته د نه ځواب ورکړ او دا طرحه يې د منلو وړ ونه بلله.
کله چې موږ بیرته د مشرتابه نشراتي دفتر ته راغلو نو د ملا محمد عمر یو جهادي ملګري ملاغازي چې د سټینګر توغندی ویشتل یې هم زده و، له موږ سره په دې خبره توند شو چې امریکايي الوتکې ولي سټنګر توغندی نشي په نښه کولای...
موږ ته دا معلومات رسیدلي و، چې سټنګر توغندي امریکايي الوتکې نشي ویشتی، خو ملاغازي دغو خبرو ته زموږ د وارخطايۍ نوم ورکړ، له ما يې مخ واړاوه او د دفتر يو تن بل ملګری احمدجان احمدي يې مخاطب کړ: «یاره احمدی صاب چې اول ورځ یو لس دانې امریکايي جیټان را ایله کړو...»‍

ورپسې:
د امریکا یرغل

د پاکستان له وروستي هيئت وروسته زه د څو ورځو لپاره خپل کلي ته لاړم.
له رخصتي وروسته مې د اکتوبر په اوومه ځان بېرته تللو ته تيار کړ.
سهار وختي له کوره ووتم. سپېده چاود کې مې پر لار د الوتکو درانه غږونه ترغوږ شول. تازه سهار خلکو د اسمان لوري ته پر ترهېدلو څېرو او دقیق نظر کتل. پوه شوم چې ټکه لوېدلې. څوک به ژغورلي وي او څوک به بې روحه پراته وي!
د موټر په پر سټرینګ مي لاسونه سخت شول او په څوکۍ کې سیده شوم. پښه مي پر ایکسلېټر ټینګه کړه، پرته له دې چې پر لار بریک ونیسم او د چا حال وپوښتم، شاوخوا د سهار اته بجي د مشرتابه دفتر ته دننه شوم.
نه لار کې ساتونکي وو او نه دفتر کې د ژوند اثار!
. د کړکينو ماتو ښیښو او د نوي ډول باروتو بویونو ټوله فضا وحشي کړې وه؛ سړه سنا وه؛ هيچا له ودانيو نه سر رابهر نه کړاو نه يې وپوښتلم!
تر دې وړاندې چې له موټره کوز شم، د رپیټر مخابرې لومړۍ شمېرې ته ولاړم او پر طیب اغا مې غږ کړل: احمد! احمد! (د مخابرې کوډ يې و).
په ټیټ اواز يې جواب راکړ. عبرته! اورم چېرته يې؟
دفتر کې ولاړ يم.
غږ يې جدی شو: ژر راوځه بمبار لا روان دی. دفتر بمبار شو او هر شېبه لا هم خطر دی.
ما هم په تېزۍ ځان له خاموشې حویلۍ وویست.
وروسته يې پر مخابره خپل ځای را وښود. د کندهار لوبغالي سره يې خالي شوې حویلۍ خپل موقت دفتر ګرځولی و، هلته ورغلم.
له سلام اوستړې مه شي وروسته لومړۍ پوښتنه د مشره وه، طیب وویل روغ رمټ دی. يوازې یو تره يې شهید شو.فامیل يې له ښاره بهر ارغنداب ته واستاوه، خپله نه راووت ویل يې په کوم ځای چې مرګ راته لیکلی وي، هلته به مرم، خو ټولو ملګرو ورته ډېر عذر او زارۍ وکړې اخیر مو وویست خو لار کې الوتکو ورباندې توغندي وار کړل. مګر الله په ډيره لږ فاصله کې بچ کړ.
سټنګر توغنديو پر امریکايي الوتکو کار نه کاوه. د ملاغازي غوږونه نور مړه وو، تور پټکی يې پر غفوري لونګۍ بدل کړی و او د اسمان خوا ته يې په ډارن نظر کتل.
روسي دوه میلې کورړيدې خو بمبار کوونکو الوتکو له دېرش زره متره بالا نه بمبار کاوه. دومیله تر پينځلس زره متره ویشتل کولای شي.
د مشرتابه د مرکزي مخابرې نصرت مسئول حاجي لالا ( حاجي محب الله)د دومیله توپونو پر مسئول په مخابره کې غږ کړل: هسې مرمۍ مه ضایع کوئ! کوم ځای ته چې ستاسې مرمۍ رسیږي، که يې هم هغلته هم ورته کیږدئ، بیا هم نه ور رسیږي.
کومې دوه نسبتا پرمختللې روسي دافع هوا دستګاوې چې طالبانو په کندهار او کابل کې پر غرونو ځای پرځای کړې وې، هغه په لومړي هدف کې الوتکو له مسلکیانو سره يو ځای له مينځه يوړې.
موږ مېنې بدلولې او له رسنيو سره مو اړیکه ساتله.
له بره دا مریکايي الوتکو سخت بمبار روان و او لاندې په هر ښار کې د سټلايټ تلفونونو لرونکې جاسوسان ګیریدل؛ د امريکا له خوا کرايه شوي ځينې قومي مخور او زاړه قوماندانان هم د بمبار ورستيو پایلوته په تمه ورو ورو د خوځښت په حال کې وو او مشرتابه ته يې راپورونه راتلل.
د هيواد د ځینو نورو برخو ترڅنګ د کندهار فضا هم هغو راډيوي څپو پوښلې وه چې له الوتکويې د امریکايي ځواکونو اعلامیې خپرولې.
د دغو خپرونو ویاندويان يې ناپښتانه حتی پښتو ويوونکي انګریزان وو! چې په غلطه پښتو ژبه يې اخطاريه اعلاميې خپرولي؛ د مشر په اړه به يې سپکوونکې تورې کارول.
که څه هم امريکايان او ملګرې يې د خپلو سياسي او فوځي مخالفينو په شخصیت وژنه کې ځانګړی تبلیغاتي مهارت لري. لکه د قذافي، صدام، عمر بشیر، هوګوچاویز، چینايې رهبرانو او ایراني روحاني مشرانو په اړه چې فرضي کیسي خپروي او همدا اوس يې په ترکي رهبر رجب اردوګان پسي هم شروع کړې.
خو د ملا محمد عمر په اړه په دغه اعلاميو کې داسي خبرې خپریدې چې په افغاني ټولنه کې بې معنا او خنداوره وې. د بیلګې په توګه په يوه اعلاميه کې به دا توري تکراريدل: چې ملا محمد عمر له خپلو ميرمنو سره عیش کوي.
په اسلامي او افغاني ټولنه کې له میرمنو سره عیش هيڅ کومه ځانګړې ناوړه معنا نلري!

د عبدالحمی مطمئن کتاب: (ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان).
دچاپ کال ۲۰۱۷
د موندلوځايونه: کابل اکسوس کتابتون/ کندهار ارګ کتابخانې/ننګرهارمومند کتابخانه/ پیښور کیسه خواني يونيورسيټي بوک/
اکوړه خټګ الحرم مکتبه او نيازي کتابخانه/ کويټه غزنوي کتابخانه.



اعلان