سروې: کویټیان او سعودیان د نړۍ لټ ملتونه دي

راپورونه

سروې: کویټیان او سعودیان د نړۍ لټ ملتونه دي

2470

د نړیوال روغتیایي سازمان له لوري په یوې وروستۍ خپرې شوې سروې کې نړۍ کې د لټو ملتونو (هغه ملتونه چې فزیکي فعال نه دي) لېست خپور شوی دی.
دغه لېست کې کویټ لومړی مقام خپل کړی چې ۶۷ سلنه خلک یې تنبل دي.
دویم مقام د امریکا د سمووا جزیرې خپل کړی دی.
ورپسې درېیم مقام سعودي او څلورم عراق اخیستی دی.
دغه پایلې د پنځلس کلونو له څېړنو وروسته ترلاسه شوي چې ۱.۹ میلیونه کسان په کې د نړۍ ۱۶۸ هېوادونو کې سروې شوي دي.
انډیا ټایمز د WHO د څېړنې په حواله لیکلي چې هند په ۱۶۸ هېوادونو کې په ۱۱۷ ځای کې راغلی دی.
د یوګانډا خلک د نړۍ تر ټولو متحرک خلک ښودل شوي چې یوازې ۵،۵ سلنه وګړي یې فعال (متحرک) نه دي. ورپسې موزامبیک دویم نمبر کې راغلی دی.
رپوت کې ویل شوي چې کافي فزیکي فعالیت نه کول په ذهني روغتیا منفي اغېر پرېباسي.



اعلان