په دوه دقیقو کې د خوب راوستولو له پاره د امریکایي پوځیانو طریقه

پام وړ

په دوه دقیقو کې د خوب راوستولو له پاره د امریکایي پوځیانو طریقه

1751

پر بستره له څملاستو وروسته د زر خوب راوستلو له پاره د امریکایي پوځیانو ډېره حیرانوونکې طریقه خپله کړې چې په ډېر تمرین سره پر بې خوبۍ او د خوب په زر راوستلو کې ګټوره ده.
د (رلیکس اینډ ون، چیمپین شپ پرمارمنس) په کتاب کې د زر خوب راوستلو د امریکایي پوځیانو دا پټ راز ښکاره شوی چې څنګه د امریکا پوځیان کولې شي د جګړې په وخت کې هم خوب وکړي او خپل دماغ ارام کړي؟
په کتاب کې لیکل شوي چې له ټولو وړاندې باید ژبه، ژامې او د سترګو شاوخوا عضلات په ارام سره پرېښودل شي، اوږې او پښې هم ارام او په خپل حالت مړه پرېښودل شي، د دې سربېره باید اوږده ساه واخیستل شي او ځان ارام کړي.
د کتاب د لیکنې له مخې دا کړنه باید تر شپږو اونیو پورې په مسلسل ډول ترسره شي، تر څو د ناارامۍ او پر بې خوبۍ برلاسي ومومي.



اعلان