ټرمپ فلسطیني روغتونونو ته مالي مرسته بنده کړه

راپورونه

ټرمپ فلسطیني روغتونونو ته مالي مرسته بنده کړه

247

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ امریکایي حکومت پرېکړه کړې چې په نیول شوي بیت المقدس کې به روغتونونو ته مالي مرسته ورکول بندوي.
دغه خبر اسراییلي هارټز رسنۍ ورکړی دی. رسنۍ وایي، له دې وروسته به روغتونونه نوره مرسته ترلاسه نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دا بندې شوې پېسې به په نورو لومړیتوبونو ولګول شي.
د امریکا دغه پرې شوې مرستې به په ختیځ بیت المقدس کې پنځه روغتونونه زیانمن کړي. دغه روغتونونه د سرطان د ناروغانو درملنه کوي.
ډیو هارډن چې یو پخوانی امریکایي چارواکی او په ختیځ بانک کې د USAID د چارو مشر دی، خبرداری یې ورکړی چې د مرستو بندول به د اګوسټا ویکټوریا په نوم روغتون هم سقوط کړي.
نوموړي ویلي، ختیځ بیت المقدس کې شته روغتونونو کې نه یوازې د دغې سیمې د فلسطینیانو درملنه کېږي، بلکې له غزې او ختیځ بانک هم ورته راځي. د هغه په خبره، دغو روغتونو کې د ماشومانو په ګډون د سرطان د ناروغانو درملنه هم کېږي.
موده وړاندې چې ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، له دې وروسته د فلسطین په تړاو د امریکا چلند کې ستر بدلون راغلی دی.



اعلان