د امير صيب د مرګ تلين او که له ولسه يې انتقام

نظر او تحليل

د امير صيب د مرګ تلين او که له ولسه يې انتقام

425

د نړۍ په تاريخ کې د مشرانو ورځې له پخوا دود دي او د مشرانو، اتلانو او مذهبي پيشوايانو د وفات ورځې هر ځای لمانځل کيږي۔

په دغو ورځو کې يا رسمي رخصتۍ وي، يا ځانګړې ناستي، ويناوې او ليکنې وي۔

د چا د وفات د ورځې په مناسبت، جګړه او فساد خپرول يا پرخلګو جبر او تيری يو بې سابقې عمل او شرماوره دود دی۔

شیعه ګان د امامانو د شهادت د ورځې په مناسبت ځانونه ډبوي او دعوه کوي چې دوي ځانونو ته د هغې ورځې جزا ورکوي چې څوارلس سوه کاله وړاندې په کربلا کې د دوي مشرانو د جنګ په ډګر کې پښې سپکې کړې وې، امام حسین رضی الله عنه يې يوازي پرې ايښی و او دوي خاوره ويستې وه!

نو هلکه! چې مشر انو دي څه کم یونيم زر کاله پخوا له اسلام سره بي وفايي وکړه۔نو اوس د ځان په ډبولو څه کيږي! هه!

په دې اړه مې يو دوه لطيفي له مشرانو اوريدلې وي :

وای يو انګریز په لومړي ځل په هندوستان کې د شيع کانو له ماتمخاني سره تيريده، چې د خلګو ځانونه وهل، وير اوفرياد يي واوريدل، پوښتنه يې و کړه چې دلته څوک مړه دي؟

سړي جواب ورکړ۔ هو! خو ١٤٠٠کاله پخوا !

انګریز په حيراني وويل: نو دوي خواران اوس خبر شول؟

 

دې ته ورته...

پخوا وخت کې له کندهاره دوه ځوانان اول ځل کابل ته راغلي وو، هغه وخت کابل کې تکيه خاني دومره ډيرې هم نه وي۔ د محرم شپې وي۔

عبدالخالق او خالق داد دواړه اول ځل له کندهاره بل ولایت او بيا مرکز کابل ته راغلي و۔

د لمانځه پر وخت يې جومات لټاوه۔، پر تکيه خانه يې د جومات ګمان وکړ۔

خالق داد څادر اوار کړ په لمانځه ودريد او عبدالخالق تر اوداسه وړاندي اودس ماتې ته ولاړ۔

خالق داد چې په لمانځه کې د ماتم کوونکو ژړاوې واوريدې، چورت واخیست؛ سلام يې وګرځاوه او له خوا سره ناست هزاره نه يې پوښتنه وکړه وروره! دلته څوک مړه دي که څه خبره ده؟

۔هزاره په پښتو نه پو هېده او دی په درې نه پوهېده.

خو دونه يې سر سره خلاص سو، چې مړی سوی او قاتل يې هم مشخص معلوم نه دي۔

خالق داد په وارخطايي سره څادر څنډ واهه؛ منډه يې کړه د باندي يې عبدالخالق پيداکړ، عبدالخالق ګنډه په لاس کې اودس وچوي. په دريدلي اواز يې ورباندي غږ کړل:

عبدالخالقه در تښته، پښې سپکوه د خلګو مړی سوی قاتل يې معلوم نه دی چې پر ما اوتايې وا نه ړوي۔

 

د شیع کانو په ماتم کې خو بيا هم ښه والی داده جې يواځې د مقصرينو په توګه ځانونه ډبوي نورو خلګو او عامو ښاريانو ته تکليف نه رسوي۔

دغه نوی ماډل ماتم او لمانځنه خو نورو خلګو او عامو ښاريانو ته تکلیف او ا ذيت رسول دي۔

نو ځکه دا ماتم بې سابقي او بې ساري بللای شي۔

بيګا مې کابل کې يو ملګري ته زنګ وواهه، وای سبا خو له کورونو نه شو وتلای، هر لورته به ډزې وي؛ وېرول اوکړول به وي۔ځکه چې د اميرصيب په اړه ځيني خلګ ماتم کوي۔

د کابل د ښار له خلګو نه خو هسې هم هغه تورې ورځې هيرې نه دي چې پکول لرونکو به يې يه جادو او کوڅو کې وحشتونه خورول۔

د دوي په لاس کنډواله شوی ښار که نن يو څه رغيدلی او پتری شوی، خو د کابليانو په زړونو کې هغه پرهارونه لا هم پاتې دي۔

د کابليانو د مالونو او عزتونو لوټماران لاهم د چا هېر نه دي ځکه خو يې د نوم په اوريدو او د شکلونو په ليدو کابليان نن بيا له کورونو را ونه وتل۔



اعلان