کابل کې د مسعود ورځ په ډزو نماځل کېږي

راپورونه

کابل کې د مسعود ورځ په ډزو نماځل کېږي

562

د سنبلې میاشتې اتلسمه نېټه د نظار شورا د پخواني قومندان د وژلو ورځ ده. احمد شاه مسعوده ټیک اوولس کاله وړاندې تخار ولایت کې ووژل شو.
نن هېواد کې د مسعود د وژلو د ورځې په مناسبت رخصت دی. د مسعود پلویان د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې واټونو ته راوتي دي.
دوی په خپلو موټرو کې د کاروانونو په څېر ګرځي او ځینې یې هوایي ډزې کوي چې کابل ښاریان یې له ډزو سخت شکایت کوي.
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې سړکونه بند دي. خلک په خپلو کورونو کې ایسار دي او د سختو ډزو او د مرګ-ژوبلې له وېرې بهر نه راوځي.
ګڼو کسانو په حکومت نیوکه کړې چې ولې د ګډوډۍ، خپلسرو وسله والو او د دوی د ډزو مخه نه شي نیولی. دوی وایي، داسې ښکاري چې نن ښار کې حکومت نه شته او د ښار واټونه د امنیتي کسانو په ځای وسله والو نیولي دي.
وسله والو کسانو د کابل ګارنېزیون خبرداری هم له پامه غورځولی.
بل خوا، د حکومت اجراییه رییس د مسعود څلور لارې کې د ګلو ګېډۍ کېښوده.
د مسعود د نمانځنې د مراسمو غونډې ته په وینا کې عبدالله عبدالله په ډزو کولو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ګډوډۍ جوړوونکو مسعود د دویم ځل له پاره وواژه.
د ډزو او د لارو د بندېدو له امله د غونډې یو شمېر ګډونوال غونډې ته ناوخته ورسېدل.
هر کال د مسعود د تلین د نمانځلو پر مهال دغه ډول ګډوډۍ کېږي چې د خلکو د شکایتونو سربېره هم حکومت د دوی په مخه نیولو نه توانېږي.



اعلان