ميتس طالبانو سره د سولې د خبرو د ارزولو په پار کابل ته راغلی

افغانستان

ميتس طالبانو سره د سولې د خبرو د ارزولو په پار کابل ته راغلی

417

د امريکا دفاع وزير جيمز ميتس تېره ورځ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راورسېد. تمه ښودل شوې وه چې نوموړی به کابل کې د ناټو ځواکونو له نوي قوماندان او ولسمشر غني سره ليده کاته وکړي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تازه ويلي، چې د ميتس په مشرۍ امريکايي پلاوي له ولسمشر غني او اجرايه رييس ډاکټر عبد الله سره په ګډه غونډه کې د سولې پر بهير، افغانستان او سويلي اسيا لپاره د امريکا د تګلارې پر بريا او ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

شنونکي په دې اند دي، چې په لنډه موده کې کابل ته د ميتس دويم سفر او ورسره سم اسلام اباد ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو سفر څرګندوي، چې افغانستان کې د سولې راوستو لپاره ډپلوماتيکې هڅې زياتې شوې دي.

د امريکايي چارواکو دا سفرونه په داسې حال کې دي، چې څه موده مخکې د ټرمپ له لوري د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه اوازې خپرې شوې. يوه امريکايي پلاوي له دې وړاندې له طالب استازو سره مخامخ خبرې اترې کړې وې. دغه پلاوي هغه مهال وويل، چې يوازې دا خبره طالبانو سره نه مني، چې افغان حکومت دې د دې خبرو اترو برخه نه وي، له دې پرته هر څه د خبرو پر مېز مطرح دي.

سرچینو په نږدې راتلونکې کې د دواړو لوريو تر منځ د يوې بلې ناستې د جوړېدو وړاندوينه هم کړې وه، خو تر اوسه يې نېټه نه ده معلومه شوې.

له راپورونو سره سم وسله والو طالبانو امريکايي استازو ته خپل شرطونه وړاندې کړي وو، چې يو په کې هېواد نه د بهرنيو سرتېرو پر وتلو ټينګار دی.



اعلان