مولوي جلال الدين حقاني د يوه مستقل او رښتيني جهادي رهبر په توګه

نظر او تحليل

مولوي جلال الدين حقاني د يوه مستقل او رښتيني جهادي رهبر په توګه

549

د جهاد فتوا، د جهاد دعوت او جهاد ته بسپنه کول د ټولو جهادي رهبرانو او تنظيمي ملايانو دود و۔خو سنګر ته تلل او بيا هلته ځان او اولاد لومړۍ کرښې ته وړاندي کول د هر جهادي قايد، عالم او مشر معمول نه و۔

ځينې ليډرانو به له يوې تلويزوني کامرې سره د څو ساعتونو لپاره له پاکستانه سر راښکاره کړ او بيا به يې همدا تصویر اوفلم پوره کال په عربو او عجمو کې خپراوه او د قهرمان تراشي لوبه به يې پرې ګرموله.
مولوي حقاني صيب رحمه الله له اولې ورځې د ميدان سړی و۔هغه د څه وخت لپاره د خالص بابا رحمه الله د تنظيم برخه و۔خو وروسته يې له پيښور سره اړيکه کمه کړه او د وزيرستان پر قبايلي سرحد يې د خپل جهاد سنګر ته نږدې واړول او مستقل ځواک شو۔
موږ واړه وو، چې د حقاني صیب او کمونست د فاع وزير ترمنځ د جګړې ډګر به ټول افغانستان لړزاوه۔
په هره راديو او هر ه ناسته کې به همدا خبرې وې۔
د الوتکو د نيپال بمونو، د سکاټ راکټونو او نور درنو وسلو تر ګذارونو لاندي به د جلال لرونکي جلال الدين مبارکه ږيره او څڼې په ګردونو لړلې وي او د تکبير له نارو سره به يې مجاهدینو ته قومانده ورکوله.
که به هغه میرانشا ته هم ورغبرګ شو، خو روح او زړه يې د تورو غرونو په سپيرو سنګرونو کې وو۔
حقاني صيب نه غولوونکې ژبه لرله؛ نه يې د ځينو په څېر شعاري وینا کوله اونه يې د خپل مقام او مشري پروا کوله۔
په خپله کليواله لهجه به يې پر ديني نصوصو بنا لنډې خبرې کولې او د خپل جهادي کارونو لورته د پوره لاس رسي او توجوه لپاره يې تنظيمي تشکيلونو ته شاکړه.
يو مستقل مرکز، دفتر او سنګر يې غوره کړل چې له امله يې له هر ډول تنظيمي تعصب او حسد نه پاکه مبارزه وکړه او بي سارې فتحې او حماسي رامنځ ته کړې.
هغه له اولې ورځې له هر فرد، مشر او ډلې سره له تعصب او تربګني نه ځان وساته، چې دا هغه وخت ناشونی کار و، ځکه چې ځيني جهادي ډلو او ليډرانو په لوی لاس ځان ته مخالفين لټول۔
د مجاهدينو په داخلي شخړو کې چې د افغانستان پر تاريخ يو تو داغ دی، حقاني صيب نه يوازي له دې شخړو نه ځان وساته، بلکې د ښکيلو غاړو ترمنځ يې د مصالحت لپاره خپل ټول کوششونه هم وکړل۔
دا خو د قلندر ملامحمد عمر مجاهد د ستروالي يوه بله نښه وه چې د نيمې پيړۍ دغه ستر غازي يې پر لاس د بيعت لاسونه ور کيښودل او ترحکم لاندي يې تر ورستۍ شيبې عملي مبارزه وکړه۔
نن حقاني صیب د خپل عمر په ورستيو شيبو کې له نړۍ سترګې پټې کړې، خو اسلامي نړۍ ته يې دا پيغام پريښود، چې ر ښتينی جهادي قاید او مشر د ژوند تر پايه خپل مسير او د عوه نه بدلوي۔

 

په ځلاند کې خپريدونکې ليکنې د ليکوالو خپل نظر دی د ادارې توافق ورسره حتمي نه دی

 



اعلان