د امريکا دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی

افغانستان

د امريکا دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی

434

د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير جيمز ميتس نن سهار په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی دی.

ټاکل شوې ده، چې د امريکا دفاع وزير به افغانستان کې د ناټو ځواکونو له نوي ټاکل شوي قوماندان سره ليده کاته وکړي.

بهرنيو خبري سرچينو ولسمشر غني سره د ميتس د ليدنې په اړه هم خبر ورکړی دی.

د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جنرال جوزيف ډانفورډ هم له جيمز ميتس سره په دې سفر کې ملګری دی.



اعلان